سوماليه کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې شاوخوا ١٧ تنه وژل وشوي. ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې په وژل شويو کسانو كې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
سوماليه کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې شاوخوا ١٧ تنه وژل وشوي.
ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې په وژل شويو کسانو كې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ځايي چارواکي وايي، چې د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې بې ګناه خلګو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بايد وويل شي، چې د افغانستان، پاکستان، عراق، ليبيا او يمن وروسته سوماليه شپږم هېواد دى، چې د بې پيلوټه الوتکو بريدونو پکې ترسره کېږي.
څلور ورځې وړاندې هم په سوماليه کې د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې شاوخوا ۱۶۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

