ads

د بې پيلوټه الوتكې په بريد كې۳ تنه ووژل شول

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې نن سهار د امريكا د بې پيلوټه الوتكې په بريد كې ۳ تنه وژل شوي دي. په سيمه كې يوه دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې امريكايي بې پيلوټه الوتكې د شمالي وزيريستان د پاكستان […]

نویسنده: TKG
21 تله 1390

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې نن سهار د امريكا د بې پيلوټه الوتكې په بريد كې ۳ تنه وژل شوي دي. په سيمه كې يوه دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې امريكايي بې پيلوټه الوتكې د شمالي وزيريستان

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې نن سهار د امريكا د بې پيلوټه الوتكې په بريد كې ۳ تنه وژل شوي دي.

په سيمه كې يوه دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې امريكايي بې پيلوټه الوتكې د شمالي وزيريستان له مركز ميران شاه څخه نږدې درې كيلومتره لري لويديځ لور ته په ډنډې ترپاخېل سيمه كې په يوه موټر د مزايلو بريد كړى، چې په ترڅ كې يې په موټر كې سواره درې وسله وال كسان ووژل شول او موټر هم له منځه لاړو.

د چارواكي په وينا: تر اوسه لا دا نه ده روښانه، چې په دغه بريد كې وژل شوي كسان د كومې ډلې غړي دي، خو درېواړه وسله وال مخالفين وو.

د ځايي خلكو د معلوماتو له مخې په دغې سيمې كې د حقاني ډلې ترڅنګ د نورو ډولو وسله وال هم مېشت دي او تر دې وړاندې هم په كې وسله وال مخالفين په نښه شوي چې په ترڅ كې يې د ځايي وسله والو طالبانو سربېره پنجابي طالبانو او بهرنيو ترهګرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA