د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتانياهو ويلي، چې د دوى او حماس ډلې ترمنځ د تښتول شوي سرتيري ګيلاد شاليت د خوشې كېدو تړون وشو. نوموړي له خپلې كابينې سره تر خبرو وروسته په ملي تلويزيون كې د خبرو پرمهال وويل، چې ګيلاد شاليت به په څو ورځو كې خپل كور ته راوګرځي.
د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتانياهو ويلي، چې د دوى او حماس ډلې ترمنځ د تښتول شوي سرتيري ګيلاد شاليت د خوشې كېدو تړون وشو.
نوموړي له خپلې كابينې سره تر خبرو وروسته په ملي تلويزيون كې د خبرو پرمهال وويل، چې ګيلاد شاليت به په څو ورځو كې خپل كور ته راوګرځي.
ويل كېږي د ۲۶ كلن ګيلاد شاليت د خوشې كېدو په بدل كې به ۱۰۰۰ فلسطيني زندانيان خوشې شي.
په غزه كې د حماس ډلې يوه لوړپوړي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى بي بي سي ته ويلي، چې دغه تړون شوى دى.
بلخوا د اسراييلو كابينې هم د ياد تړون منظوري وركړې ده.
اسراييلي سرتېرى ګيلاد شالت په دوه زره شپږم کال په لويديځه غاړه کې وسله والو ونيوه.
تر دې دمخه د شالت د خوشې کېدو په اړه خبرې له ناکامۍ سره مخامخې شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې دا مهال د اسراييلو په زندانونو كې ۶۰۰۰ فلسطينيان شپې ورځې سبا كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


