امريكايي چارواكي وايي، چې دوى په متحده ايالاتو کې د سعودي عربستان د سفير د قتل او دغه راز په ياد هېواد كې د اسراييلو او سعودي عربستان سفارتونو مخې ته د بمونو اېښودو پلان شنډ كړ.
امريكايي چارواكي وايي، چې دوى په متحده ايالاتو کې د سعودي عربستان د سفير د قتل او دغه راز په ياد هېواد كې د اسراييلو او سعودي عربستان سفارتونو مخې ته د بمونو اېښودو پلان شنډ كړ.
د امريكا د متحده ايالاتو څارنوال ايرك هولډ او د ايف بي آى مشر رابرت مولر يوې ګډې خبري ناستې كې خبريالانو ته وويل، چې د دغو پېښو په تور يې دوه ايراني وګړي منصور ارباب سيار او غلام شکوري تورن كړي دي.
د دوى په وينا: دواړو پلان درلود، چې د سعودي سفير، عديل الجبار ووژني او دغه راز په امريکا کې د سعودي او اسراييل د سفارتونو د ودانيو مخې ته بمونه ځاى پرځاى کړي.
بلخوا د ايران دولتي اژانس ايرنا دغه خبر رد كړى او زياته كړې يې ده، چې دا د ايران پرضد امريكا د پروپاګنډا يوه برخه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

