ads

امريكايي سرتيري: جنګ بې ګټې دى

په امريكا كې پخوانيو سرتېرو د يوې سروې په ترڅ كې ويلي، چې په افغانستان او عراق كې د امريكا او د هغه د متحدينو لخوا پيل شوى جنګ بې ګټې دى. د سرتېرو د نظرياتو د معلومولو په خاطر دغه سروې په واشنګټن كې يوې څېړنيزې ادارې(پئو څېړنيز مركز) كړې، چې په كې له […]

نویسنده: TKG
14 تله 1390

په امريكا كې پخوانيو سرتېرو د يوې سروې په ترڅ كې ويلي، چې په افغانستان او عراق كې د امريكا او د هغه د متحدينو لخوا پيل شوى جنګ بې ګټې دى. د سرتېرو د نظرياتو د معلومولو په خاطر دغه سروې په واشنګټن كې يوې څېړنيزې ادارې(پئو څېړنيز مركز) كړې، چې په كې له هرو درېيو څخه يو سرتېرى په دې فكر دى، چې جنګ هيڅ ګټه نه لري.

 

 

په امريكا كې پخوانيو سرتېرو د يوې سروې په ترڅ كې ويلي، چې په افغانستان او عراق كې د امريكا او د هغه د متحدينو لخوا پيل شوى جنګ بې ګټې دى.

د سرتېرو د نظرياتو د معلومولو په خاطر دغه سروې په واشنګټن كې يوې څېړنيزې ادارې(پئو څېړنيز مركز) كړې، چې په كې له هرو درېيو څخه يو سرتېرى په دې فكر دى، چې جنګ هيڅ ګټه نه لري.

په دغې نظر سروې كې، چې له كومو سرتېرو نظر پوښتل شوى، ډېرى هغه يې په دې نظر دي، چې امريكا او لويديځ بايد د بهرنيو چارو پرځاى كورنيو چارو او مسئلو ته پاملرنه وكړي.

پوښتل شويو سرتېرو كه څه هم په عراق او افغانستان كې پر خپلو پوځي خدمتونو وياړ كاوه، خو له جنګ څخه خپل عادي ژوند ته په راستنېدو كې يې ستونزې لرلې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA