د سعودي عربستان دولتي رسنيو په ونيا د دغه هېواد په ختيزې سيمې كې د لاريونونو او نښتو په ترڅ كې ۱۴ تنه ټپيان شوي دي. رسنيو د سعودي عربستان په قطيف ولايت كې د بېګانيو نښتو تر شا د بهرنيو هېواد لاس وباله، خو دوى لا تراوسه د كوم هېواد نوم نه دى ياد كړى.
د سعودي عربستان دولتي رسنيو په ونيا د دغه هېواد په ختيزې سيمې كې د لاريونونو او نښتو په ترڅ كې ۱۴ تنه ټپيان شوي دي.
رسنيو د سعودي عربستان په قطيف ولايت كې د بېګانيو نښتو تر شا د بهرنيو هېواد لاس وباله، خو دوى لا تراوسه د كوم هېواد نوم نه دى ياد كړى.
د سعودي عربستان په دغې سيمې كې ډېرى مېشتي خلك شيعه ګان دي، چې د روان كال له لومړيو كې هم پكې لاريونه شوي وو.
د دولتي رسنۍ په وينا: په ټپيانو كې د امنيتي ځواكونو په ګډون درې ملكي وګړي ټپيان شوي دي.
د سعودي عربستان خبري اژانس(ايس پي اى) د دغه هېواد د كورنيو چارو وزارت په حواله ليكلي، چې د موټرسايكلو قانون ماتونكو او شر اچونكو د ډلې يو شمېر غړي قطيف ښار ته څېرمه په يوه كلي كې سره راټول شوي وو، چې په لاسونو كې يې پټرولي بمونه وو.
نوموړي زياته كړې، چې دغې ډلې د يوه هېواد په خوله امنيتي مسئله راپورته كړه، چې هدف يې د سعودي عربستان امنيت او ټيكاوه ته زيان رسول دي.
د يادونې وړ ده، چې په سعودي عربستان كې لاريونونه غيرقانوني ګرځول شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


