ولسي وګړو وروسته له دې د معمر قذافي له پلرنۍ سيمې سرت څخه وتل پيل كړل، چې دغه ښار د دولت د وسله والو مخالفينو لخوا كلابند شو. د دولت وسله وال مخالفين وايي، چې دوى له ښاره د ملكي خلكو وتو ته په تمه دي، چې په وينايې له هغې وروسته به پر دې ښار سخت بريدونه و
ولسي وګړو وروسته له دې د معمر قذافي له پلرنۍ سيمې سرت څخه وتل پيل كړل، چې دغه ښار د دولت د وسله والو مخالفينو لخوا كلابند شو.
د دولت وسله وال مخالفين وايي، چې دوى له ښاره د ملكي خلكو وتو ته په تمه دي، چې په وينايې له هغې وروسته به پر دې ښار سخت بريدونه وكړي.
سرت دويم ښار دى، چې د دولت وسله وال مخالفين يې په نيولو نه دي توانېدلي او نه هم د معمر قذافي د ځاى ځايګي پته شته.
له سرت ښار څخه وتونكو كډوالو رسنيو ته ويلي، چې په دغې ښار كې نور حالات ډېر خراب شوي دي، خوراكي په خلاصېدو دي او اوبه او برېښنا له مخكې څخه نه ول.
بلخوا په سيمه كې د سره صليب ادارې ويلي، چې سرت ښار كې طبي مرستو ته سخته اړتيا ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


