ads

د تیاتر اووم ملي جشن

د تياتر اووم ملي جشن د روانې تلې مياشتې په ۳مه په کابل کې  په شاندارو مراسمو سره پرانستل شو. په دغه جشن كې لوړپوړو دولتي چارواكو، د مرستندويه  هېوادونو هنري ډلو او د افغانستان پر ۱۱ ولايتي ډلو سربېره د پايتخت کابل ۱۰ هنري لوبډلو برخه درلوده. د تياتر اووم ملي جشن د روانې […]

نویسنده: The Killid Group
10 تله 1390

د تياتر اووم ملي جشن د روانې تلې مياشتې په ۳مه په کابل کې  په شاندارو مراسمو سره پرانستل شو. په دغه جشن كې لوړپوړو دولتي چارواكو، د مرستندويه  هېوادونو هنري ډلو او د افغانستان پر ۱۱ ولايتي ډلو سربېره د پايتخت کابل ۱۰ هنري لوبډلو برخه درلوده.

د تياتر اووم ملي جشن د روانې تلې مياشتې په ۳مه په کابل کې  په شاندارو مراسمو سره پرانستل شو. په دغه جشن كې لوړپوړو دولتي چارواكو، د مرستندويه  هېوادونو هنري ډلو او د افغانستان پر ۱۱ ولايتي ډلو سربېره د پايتخت کابل ۱۰ هنري لوبډلو برخه درلوده.

د تياتر په اووم ملي فستیوال کې شاوخوا شل تیاتري نندارې اجرا شوې چې د فستیوال هنري نندارې د یوه مسلکي ټیم له خوا ارزیابي كيږي او په پای کې یې غوره هنرمند، غوره لیکوال، غوره ډایرکټراو غوره سناریست ته د هغوى د هنري استعدادونو د ودې او تشويق په خاطر جاېزې وركول كيږي.

سوله، د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى، د بشر حقونه او د نشه يي توکو ضد مبارزه د دې تياتر مهمې موضوعګانې وې چې زرګونه تنو ترې په وړيا توګه ليدنه وكړه.

دا تیاتر چې په کې له کلونو کلونو راهیسې د ودانۍ او سالون د نه لرلو له كبله هنري فعالیتونه په ټپه دریدلي وو، بالاخره یو ځل بیا د دې جوګه شو چې د مرکز او ولایتونو هنرمندان په کې د اړوندو ادارو له پلان سره سم  خپل هنري فعالیتونه ترسره کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت ستر سلاكارجلال نوراني دغه جشن د افغانستان د تياتر په برخه كې يوه ستره لاسته راوړنه وبلله، نوموړي د دې  تياتر د سالون د پرانستلو هدف د هنرمندانو او ممثلانو هڅونه وبلله چې د تياتر د مينه والو له غوښتنو سره سم يې ورته ځواب ووايه: (( د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هوډ كړى یو ځل بیا هنرمندان وهڅوي تر څو، د دوی هنري استعدادونه وده وكړي او زموږ د هېواد جګړه  ځپلی هنر بیرته را ژوندى شي.))

نوراني وویل، په وروستیو کلونو کې د تیاتر اووم ملي جشن دی چې له نیکه مرغه په نوي رغول شوې ودانۍ کې ترسره کیږي او سږکال ورته د نورو کلونو په نسبت ډیره پاملرنه شوې ده:(( د تياتر سږني جشن یوه ځانګړنه دا ده چې په نوي سالون كې پرانستل شوى او زموږ د دوست او ګاونډي هېواد تاجکستان د تیاتیر ډله هم په كې حضور لري.))

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاكار له بهرنيو مېلمنو وغوښتل چې د دې تياتر په اړه له دوى سره خپلې مشورې شريكې كړي.

نوموړي همداراز ادعا وكړه چې د تياتر په اووم ملي جشن كې د نورو كلونو په پرتله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ونډه زياته ده.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت او د ملي تیاتر د مسئولینو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د جرمني ګويټه انستیتیوت او د فرانسې فرهنګي مركز له کلونو کلونو راهیسي د هېواد د هنر د ژوندي ساتلو په لاره کې مالي او فني مرستې کړې دي.

ملي تیاتر چې له کابل نندارې سره جوخت پروت دی، په رغولو او تجهیزولو یي د ګوېټه  انستیتیوت له خوا په لسګونو زره امریکايي ډالره لګيدلي، د ګویټه انستیتیوت استازي محمد ابراهیم هوتک په دې اړه وویل:((ګویټه انستیتیوت وياړي چې  د افغانستان د هنر د پراختیا او ودې لپاره ډول ډول مرستې کوي او دغو مرستو ته به د تل لپاره تر خپله وسه دوام وركړي.))

هوتك همداراز هيله وښوده چې د افغانستان د تياتر لپاره د هېواد په نورو ولايتونو كې هم دا ډول ودانۍ جوړې شي  او د تياتر مينه وال د هېواد په هره سيمه كې خپله هنري تنده ماته كړي. د افغانستان د تياتر جشن ته راغلې ۱۹ كلنې رابعې فراهي خوښي وښوده چې  په نوي سالون كې د افغانستان د تياتر ننداره كوي: (( له دې وړاندې موږ د تياتر لپاره كومه مشخصه ودانۍ نه درلوده، اوس د تياتر مينه وال كولاى شي په ارامه فضا كې د تياتر ننداره وكړي.))

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، دم ګړۍ د هېواد تیاتر، ډیرو مالي امکاناتو، مجهزو ځایونو، د تمرین مناسب چاپیریال او د غوره ليكوالو استخدامولو ته اړتيا لري او سره له دې چې د دې نیمګړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوى هڅې روانې دي، خو لاهم ډېرې ستونزې موجودې دي چې حل كول يې له مالي امكاناتو پرته ستونزمن دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ مسؤلانو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغاني هنرونو په تېره بيا د تياتر د ودې لپاره ورسره مالي او تخنیکي مرستې زیاتې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA