ads

نړيوالو د فلسطين له استقلال څخه ملاتړ وكړ

د هغې نظر پوښتنې پر بنسټ، چې د بي بي سي نړيوالې څانګې په ۱۹ هېوادونو كې ترسره كړې، ډېرى خلكو د فلسطين له استقلال څخه ملاتړ كړى دى.د بي بي سي په دې راپور كې راغلي، چې په دغې نظر پوښتنې كې ۴۹ فيصدو خلكو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې فلسطين د يوه جلا […]

نویسنده: TKG
28 وږی 1390
نړيوالو د فلسطين له استقلال څخه ملاتړ وكړ

د هغې نظر پوښتنې پر بنسټ، چې د بي بي سي نړيوالې څانګې په ۱۹ هېوادونو كې ترسره كړې، ډېرى خلكو د فلسطين له استقلال څخه ملاتړ كړى دى.
د بي بي سي په دې راپور كې راغلي، چې په دغې نظر پوښتنې كې ۴۹ فيصدو خلكو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې فلسطين د يوه جلا هېواد په توګه په

د هغې نظر پوښتنې پر بنسټ، چې د بي بي سي نړيوالې څانګې په ۱۹ هېوادونو كې ترسره كړې، ډېرى خلكو د فلسطين له استقلال څخه ملاتړ كړى دى.

د بي بي سي په دې راپور كې راغلي، چې په دغې نظر پوښتنې كې ۴۹ فيصدو خلكو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې فلسطين د يوه جلا هېواد په توګه په رسميت وپېژني.

د راپور له مخې د دغو ۱۹ هېوادونو له ډلې په څلور اسلامي هېوادونو كې له مركه كېدونكو څخه ډېرى او د چين ۵۶ فيصدو خلكو له فلسطين څخه ملاتړ كړى دى.

په امريكا كې ۴۵ فيصده خلكو له هغې پرېكړه ليك څخه، چې ملګرو ملتونو ته به وړاندې شي ملاتړ او ۳۶ مخالفت څرګند كړى دى.

د دغه راپور له مخې په هند كې ترټولو كمو خلكو، چې فيصدي يې ۳۲ ته رسي له دغه پرېكړه ليكه ملاتړ كړى.

دغه نظر پوښتنه دا په ډاګه كوي، چې عامه ذهنيتونه د جلا هېواد په توګه د فلسطين د په رسميت پېژندلو پلويان دي.

دغه نظر پوښتنه په داسې مهال ترسره كېږي، چې فلسطينيان هڅه كوي، د دغې پرېكړه ليك طرحه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه كې له هركلي سره مخ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA