ads

د سوډان او جنوبي سوډان ترمنځ تړلې پولې به خلاصې شي

د سوډان او جنوبي سوډان چارواکو هوکړه وکړه، چې د دواړو هېوادونو تر منځ هغه ۱۰ سرحدي پولې خلاصې کړي، چې له څو مياشتو راهيسې بندې وې. دا پريکړه د دواړو هېوادونو د مشرانو په لومړنۍ ناسته کې تېره ورځ وشوه. د سوډان او جنوبي سوډان چارواکو هوکړه وکړه، چې د دواړو هېوادونو تر منځ […]

نویسنده: TKG
28 وږی 1390
د سوډان او جنوبي سوډان ترمنځ تړلې پولې به خلاصې شي

د سوډان او جنوبي سوډان چارواکو هوکړه وکړه، چې د دواړو هېوادونو تر منځ هغه ۱۰ سرحدي پولې خلاصې کړي، چې له څو مياشتو راهيسې بندې وې. دا پريکړه د دواړو هېوادونو د مشرانو په لومړنۍ ناسته کې تېره ورځ وشوه.

د سوډان او جنوبي سوډان چارواکو هوکړه وکړه، چې د دواړو هېوادونو تر منځ هغه ۱۰ سرحدي پولې خلاصې کړي، چې له څو مياشتو راهيسې بندې وې.

دا پريکړه د دواړو هېوادونو د مشرانو په لومړنۍ ناسته کې تېره ورځ وشوه.

د راپورونو له مخې د سوډان دفاع وزير عبدالرحيم محمد حسين پرون په خرطوم کې خبريالانو ته وويل، دوى د دغو پولو د خلاصولو له لارې هڅه کوي، چې خلک په اسانه پخپلو سيمو کې ځاى پر ځاى او د دواړو هېوادونو تر منځ ښې اړيکې رامنځ ته شي.

په همدې حال کې د جنوبي سوډان دفاع وزيرجان کونګ هم دا يوه بريالۍ ليدنه وبلله.

جنوبي سوډان په تېر جولاى مياشتې کې له سوډانه خپله خپلواکي ترلاسه کړه، خو د پولو ټاکنه لا هم د دواړو هېوادونو تر منځ يوه ناندريزه مسئله ده.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA