ads

د زلزلې له كبله د وژل شويو شمېره ۵۳ تنو ته ورسېده

د ترلاسه شوي راپورونو له مخې دهند او نيپال په سرحدي سيمو کې د شوې زلزلې له كبله د مړو شويو کسانو شمېره ٥٣ تنو ته ورسېده. د يکشنبې په روځ  د ٦ اعشاريه ٩ درجو په ځواک سره يوې زورورې زلزلې د هند شمالي اوختيزې سيمې ولړزولې. د ترلاسه شوي راپورونو له مخې دهند […]

نویسنده: TKG
28 وږی 1390
د زلزلې له كبله د وژل شويو  شمېره ۵۳ تنو ته ورسېده

د ترلاسه شوي راپورونو له مخې دهند او نيپال په سرحدي سيمو کې د شوې زلزلې له كبله د مړو شويو کسانو شمېره ٥٣ تنو ته ورسېده. د يکشنبې په روځ  د ٦ اعشاريه ٩ درجو په ځواک سره يوې زورورې زلزلې د هند شمالي اوختيزې سيمې ولړزولې.

د ترلاسه شوي راپورونو له مخې دهند او نيپال په سرحدي سيمو کې د شوې زلزلې له كبله د مړو شويو کسانو شمېره ٥٣ تنو ته ورسېده.
د يکشنبې په روځ  د ٦ اعشاريه ٩ درجو په ځواک سره يوې زورورې زلزلې د هند شمالي اوختيزې سيمې ولړزولې.
د رسنيو د راپورونو له مخې په دغې زلزلې کې د هند په بېلابېلو ښارونو کې ٣١ تنه وژل شوي دي.
نوى ډيلى، پټنا، کلکته او ګوهاټي کې د دې زلزلې ټكانونه احساس شوي دي.
بلخوا په نيپال کې هم د دې زلزلې له امله د دې هېواد په پلازمېنه کهتمنډو کې هم د بريتانيا د سفارت دېوال نړېدلى، چې درې تنه ورلاندې شوي او مړه شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، چې درې نور کسان په ختيځ نيپال کې وژل شوي دي.
د نيپال په بېلابېلو ښارونو کې هم د زلزلې زورور ټكانونه احساس شوي، چې له امله يې خلکو هغه شپه خپلو کورنه پرېښې وو او د شنه اسمان لاندې يي شپه سبا کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA