د هند د اترپرېش ايالت اړوند اګرې ښار په يوه ځايي روغتون كې بمي چاودنه رامنځته شوې، چې له كبله يې ۳ تنه ټپيان شوي دي. په اګره كې د پوليسو يوه افسر پي كى تيواري رسنيو ته ويلي، چې دغه چاودنه د جي روغتون په رېسپشن كې شوې ده.
د هند د اترپرېش ايالت اړوند اګرې ښار په يوه ځايي روغتون كې بمي چاودنه رامنځته شوې، چې له كبله يې ۳ تنه ټپيان شوي دي.
په اګره كې د پوليسو يوه افسر پي كى تيواري رسنيو ته ويلي، چې دغه چاودنه د جي روغتون په رېسپشن كې شوې ده.
د نوموړي په وينا: پر جي روغتون بريدګرو لاسي بم په يوه بايك كې د چوكۍ لاندې ايښى و.
د برتانوي خبري اژانس رويټرز د معلوماتو له مخې په دغې چاودنې كې ۳ تنه ټپيان شوي دي.
بلخوا ياد پوليس افسر ويلي، چې دا ترهګريز بريد بلل به له وخته وړاندې وي.
له پېښې وروسته په اګره كې د تاريخي ودانۍ تاج محل د ساتنې لپاره سخت امنيتي تدابير سخت نيول شوي او د امنيتي ځواكونو شمېر هم زيات شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې د روانې ميلادي مياشتې په لومړيو كې د ډيلي په سترې محكمې كې يوه چاودنه شوې وه، چې په ترڅ كې يې ۱۵ تنه ټپيان شوي وو.
كه څه هم د هغې پېښې پړه يوې اسلامي سخت دريزې ډلې پرغاړه اخيستې وه، خو د دغې تازه پېښې په اړه لا چا څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

