ads

حقاني شبكه له پاكستاني حكومت سره اړيكې لري

په پاکستان کې د امريکا سفير وايي، داسې شواهد شته، چې حقاني شبکه د پاکستان له حکومت سره اړيکې لري. د امريکا د سفير کمېرون مونټر دا څرګندونې، چې پرون خپرې شوې ښايي د اسلام اباد او واشنګټن ترينګلي اړيکي نورې هم کړکېچنې کړي. په پاکستان کې د امريکا سفير وايي، داسې شواهد شته، چې […]

نویسنده: TKG
27 وږی 1390
حقاني شبكه له پاكستاني حكومت سره اړيكې لري

په پاکستان کې د امريکا سفير وايي، داسې شواهد شته، چې حقاني شبکه د پاکستان له حکومت سره اړيکې لري. د امريکا د سفير کمېرون مونټر دا څرګندونې، چې پرون خپرې شوې ښايي د اسلام اباد او واشنګټن ترينګلي اړيکي نورې هم کړکېچنې کړي.

په پاکستان کې د امريکا سفير وايي، داسې شواهد شته، چې حقاني شبکه د پاکستان له حکومت سره اړيکې لري.

د امريکا د سفير کمېرون مونټر دا څرګندونې، چې پرون خپرې شوې ښايي د اسلام اباد او واشنګټن ترينګلي اړيکي نورې هم کړکېچنې کړي.

امريکا او ناټو حقاني شبکه په کابل کې د امريکا پر سفارت او د ناټو پر مرکزي قرارګاه د تېرې اونۍ د حملې په ګډون د حملو مسووله ګڼي.

د حقاني ډلې په اړه، چې له طالبانو او القاعدې سره نږدې اړيکې لري، عام نظر دا دی، چې مرکزونه يې د افغانستان پولې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې دي.

امريکايي چارواکي پخوا هم شکمن وو، چې د حقاني ډلې او د پاکستان د حکومت ترمنځ اړيكي شته، خو د هغه مجبوريت په خاطر، چې په افغانستان کې د ثبات راوستو په خاطر يې پاکستان ته لري، دا خبره يې هېڅکله هم په عام محضر کې په دومره صراحت سره نه وه کړې لکه، چې کمېرون مونټر پرون وکړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA