د سره صليب د نړيوالې مرستندويه ټولنې د راپور له مخې د ليبيا مركز طرابلس ته څېرمه دولس ډله ييز قبرونه موندل شوي، چې له منځ څخه يې تراوسه ۱۲۰ مړي راويستل شوي دي.
د سره صليب د نړيوالې مرستندويه ټولنې د راپور له مخې د ليبيا مركز طرابلس ته څېرمه دولس ډله ييز قبرونه موندل شوي، چې له منځ څخه يې تراوسه ۱۲۰ مړي راويستل شوي دي.
د سره صليب په وينا: په ليبيا كې د ډله ييزو قبرونو د موندلو لړۍ روانه ده او هره اونۍ د دوى كاركوونكي نوي قبرونه په نښه كوي.
دغه تازه موندل شوي ډله ييز قبرونه د طرابلس ښار په څنډو كې د يوه غره لمنې كې مندل شوي دي.
د سره صليب چارواكو د ليبيا له حكومت او ملكي وګړو څخه غوښتي، چې د قبرونو كېندلو كار بند كړي، ځكه په دې سره د مړيو د پېژندنه ستونزمنه كېږي.
د سره صليب په وينا: د دوى متخصصين به ډېر زر ليبيا ته ورسېږي او په دغو قبرونو كې به د موندل شويو مړيو د پېژندلو چارې پيل كړي.
د يادې ادارې د معلوماتو له مخې ښايي دغه كسان په دغو تازه روانو جګړو كې وژل شوي وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


