د امريكا دفاع وزارت ويلي، چې د دوى د معلوماتو له مخې د القاعدې نوى مشر ايمن الظواهر په پاكستان كې دى. د اسامه بن لادن له وژل كېدو وروسته كله، چې د القاعدې نوى مشر ايمن الظواهري يوه ويډيو خپره كړه، نو هغه مهال د امريكا د دفاع وزارت وياند رسنيو سره په خبرو كې وويل، چې دوى داسې كوم معلومات نه لري، چې الظواهري دې له پاكستان پرته په بل كوم هېواد كې وي.
د امريكا دفاع وزارت ويلي، چې د دوى د معلوماتو له مخې د القاعدې نوى مشر ايمن الظواهر په پاكستان كې دى.
د اسامه بن لادن له وژل كېدو وروسته كله، چې د القاعدې نوى مشر ايمن الظواهري يوه ويډيو خپره كړه، نو هغه مهال د امريكا د دفاع وزارت وياند رسنيو سره په خبرو كې وويل، چې دوى داسې كوم معلومات نه لري، چې الظواهري دې له پاكستان پرته په بل كوم هېواد كې وي.
د فرانسوي خبري اژانس اى ايف پي د راپور له مخې د امريكا دفاع وزارت هغه وخت دغه خبره راپورته كړه، چې د القاعدې نوي مشر ايمن الظواهري يو ويډيوي پيغام خپور كړ.
په دغې تازه ويډيو كې د القاعدې د مشر يوازې تصوير ښودل كېده او دا يوه ۶۲ دقيقه يي ويډيو وه.
د يادونې وړ ده، چې د امريكا خبري شبكې اين بي سي د چهارشنبې په ورځ په يوه خبر كې د پاكستان د يوه امنيتي چارواكي له خولې ليكلي وو، چې ايمن الظواهري له پاكستان څخه تللى دى.
د دغه خبر له مخې د القاعدې مشر اوس يا په يمن كې دى او يا هم صوماليه كې.
تر دې وړاندې د امريكا د استخباراتي ادارې سي آى اې نوي مشر ډېوېډ پټريوس په واشنګټن كې كانګرېس ته په خبرو كې ويلي وو، چې كه څه په پاكستان او افغانستان كې دغې ډلې باندې د شويو ګزارونو له كبله د دوى د كړنو توان زيانمن شوى، لا هم امريكا د دې ترهګرې ډلې د كوچنيو ډلو لخوا د اوږدې مودې لپاره له خطر سره مخ ده.
نوموړي زياته كړې، چې په راتلونكو لسو كلونو كې امريكا په عربي ملكونو كې د القاعدې له ډلې، چې مركز يې په يمن كې دى له خطر سره مخ ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


