د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې د بريد له كبله د يوه ملكي وګړي په ګډون ۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. په ميرعلي كې يوې دولتي سرچينې چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته وويل، چې د ميرعلي له ښار څخه نږدې درې كيلومتره لرې جنوب ته په ايسوخېل سيمه كې امريكايي بې پيلوټه الوتكې پر يوه موټر د مزايلو بريد كړې، چې په ترڅ كې يې په موټر كې سپاره دوه تنه وژل شوي دي.
د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې د بريد له كبله د يوه ملكي وګړي په ګډون ۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
په ميرعلي كې يوې دولتي سرچينې چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته وويل، چې د ميرعلي له ښار څخه نږدې درې كيلومتره لرې جنوب ته په ايسوخېل سيمه كې امريكايي بې پيلوټه الوتكې پر يوه موټر د مزايلو بريد كړې، چې په ترڅ كې يې په موټر كې سپاره دوه تنه وژل شوي دي.
د چارواكي په وينا: په وژل شويو كسانو كې يو عرب او يو ځايي اوسېدونكى شامل دى، چې د افغان قومندان جلال الدين حقاني د ګروپ غړى دى.
نوموړي زياته كړه، چې تر اوسه لا دا معلومه نه ده، چې وژل شوى عرب كوم مهم تن و كه نه؟ خو ځايي اوسېدونكى حفيظ الله نومېده او په سيمه كې د وژل شوي پوليټكل ايجنټ لطف الرحمن وراره و او د پوليسو د مرستيال قومندان لايق الرحمن ورور دى.
د ده په وينا: حفيظ الله په ميرعلي كې د حقاني ډلې يو قومندان و او له بهرنيو ترهګرو سره يې اړيكې درلودې.
ځايي خلكو هم د پېښې پخلى كړى او زياته كې يې ده، چې دغه موټر د يكشنبې په ماښام له ميرعلي څخه ايسوخېل سيمې ته روان شوى و، چې په لاره كې پرې امريكايي بې پيلوټه الوتكې دوه مزايل وتوغول.
دوى زياته كړه، چې د بريد له كبله په موټر كې اور ولګېد او پكې ناست كسان د اور خوراك شول.
د دوى د معلوماتو له مخې وروسته ځايي طالبان راغلل او د مړيو جسدونه يې نا معلوم لوري ته يوړل.
په دغې سيمې كې تردې وړاندې هم څو ځله امريكايي بې پيلوټه الوتكو ورته بريدونه كړي و، چې پكې ځايي او بهرني طالبان او ترهګر وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


