د تنزانيې په زنزيبار او پيمبا جزيرو ترمنځ د يوې بېړۍ د ډوبېدو له كبله د وژل شويو كسانو شمېره ۲۰۰ تنو ته ورسېده. په يادې بېړۍ كه لږ ترلږه ۸۰۰ تنه سپاره و، چې د ځايي چارواكو په وينا: ۶۲۰ تنه يې ژغورلي دي.
د تنزانيې په زنزيبار او پيمبا جزيرو ترمنځ د يوې بېړۍ د ډوبېدو له كبله د وژل شويو كسانو شمېره ۲۰۰ تنو ته ورسېده.
په يادې بېړۍ كه لږ ترلږه ۸۰۰ تنه سپاره و، چې د ځايي چارواكو په وينا: ۶۲۰ تنه يې ژغورلي دي.
د يادې بېړۍ د ډوبېدو لامل په دغې بېړۍ كې له حد څخه د زياتو سورليو سپرېدل ښودل شوى دى.
په سيمه كې مرستندويه ډلې لا هم د خلكو په لټه كې دي او ښايي د مړيو په شمېرې كې ډېروالى راشي.
په زنزيبار كې د يوه سيمه ييز روغتون ډاكټر كريم زاه رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې له جسدونو څخه ډكه يوه لارۍ همدا اوس هم پرلاره ده او ښايي په دې سره د مړيو په شمېر كې ډېروالى راشي.
تر دې وړاندې د روان ميلادي كال په جنورۍ مياشت كې دوه وړې وړې بېړۍ هم له دې امله چې پكې يې ډېرې سپرلۍ سورې كړې وې غرقې شوې وې او تر دې وړاندې په ۲۰۰۹ ميلادي كال كې په زنزيبار كې يوه كشتۍ چپه شوې وه، چې په كې ۶ تنه وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


