ads

كوټه كې ځانمرګو بريدونو ۸۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان په کوټې ښار کې نن سهار شاوخوا نهه بجې د سيمه ييزو سرحدي پوليسو د قومندان فرخ شهزاد پر كور ځانمرګي بريدونه شوي، چې د ځايي چارواكو په وينا، ۲۶ تنه پكې وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ټپيان دي.     د پاکستان په کوټې ښار کې نن سهار شاوخوا نهه بجې […]

نویسنده: TKG
16 وږی 1390
كوټه كې ځانمرګو بريدونو ۸۶ تنو ته  مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان په کوټې ښار کې نن سهار شاوخوا نهه بجې د سيمه ييزو سرحدي پوليسو د قومندان فرخ شهزاد پر كور ځانمرګي بريدونه شوي، چې د ځايي چارواكو په وينا، ۲۶ تنه پكې وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ټپيان دي.

 

 

د پاکستان په کوټې ښار کې نن سهار شاوخوا نهه بجې د سيمه ييزو سرحدي پوليسو د قومندان فرخ شهزاد پر كور ځانمرګي بريدونه شوي، چې د ځايي چارواكو په وينا، ۲۶ تنه پكې وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ټپيان دي.

د سيمه ييزو پوليسو مشر احسن محبوب رسنيو ته ويلي، چې ځانمرګو بريدګرو دوه چاودنه كړي، چې موخه يې د سرحدي پوليسو مشر فرخ شهزاد و.

نوموړي زياته كړې، چې په دغو بريدونو كې شهزاد ټپي شوى، چې دا مهال په روغتون كې تر درملنې لاندې دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې لومړۍ چاودنه هغه مهال له چاودېدونكو توكو څخه د يوه ډك موټر پر مټ ترسره شوه، چې فرخ شهزاد له خپل كور څخه د وتو په حال كې و او ورپسې ځيني بريدګر دده كور ته ننوتل.

ويل كېږي دويمه چاودنه هغه مهال د فرخ شهزاد په كور كې رامنځته شوه، چې له لومړۍ چاودنې وروسته د همدې پوليسو يو افسر خالد مسعود د شهزاد كور ته د هغه مرستې لپاره ننوت.

د احسن محبوب په وينا: په دغه بريد كې د فرخ شهزاد مېرمن او خالد مسعود دواړه ووژل شول.

بلخوا په سيمه كې عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې لومړى يوه نامعلوم تن له چاودېدونكو توكو څخه ډك موټر د فرخ شهزاد كور سره وجنګاوه، خو كله چې نور امنيتي ځواكونه سيمې ته راورسېدل يوه ځانمرګي بريدګر ځان والوځاوه، چې په ترڅ كې يې لسګونو سرتيرو ته مرګ ژوبله واوښته.

كه څه هم ځايي چارواكو د پېښې لامل نه دى په ګوته كړى، خو ويل كېږي، چې دغه بريدونه د القاعدې شبكې د غړو د نيول كېدو په غبرګون كې ترسره كړي دي.

بايد وويل شي، چې پاكستانيو امنيتي ځواكونو له د سږني كوچني اختر څخه څو ورځې دمخه د القاعدې شبكې ۳ غړي نيولي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA