د بهرنيو چارو وزارت ويندوی وايي چې د روانې اوونۍ د جمعې په ورځ به د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې د افغانستان، تاجکستان، پاکستان او روسيې د مشرانو څلوراړخيزه غونډه جوړه شي.
د بهرنيو چارو وزارت ويندوی وايي چې د روانې اوونۍ د جمعې په ورځ به د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې د افغانستان، تاجکستان، پاکستان او روسيې د مشرانو څلوراړخيزه غونډه جوړه شي.
له بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي چې د څلورو هيوادونو مشران به په دې غونډه کې پر اقتصادي، کلتوري همکاريو او له تروريزم او مخدرو موادو سره د مبارزې پر لارو چارو بحث وکړي.
د افغانستان، تاجکستان، پاکستان او روسيې څلور اړخيزه غونډه لومړی پلا په ۲۰۰۹ ع کال د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په هدف پیل شوه.
جانان موسي زي ويلي چې د څلورو هيوادونو د دوهمې سرمشريزې کوربنه روسيه وه خو اوس درېمه غونډه د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې جووېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


