د عراق په مركز بغداد كې په يوه جومات كې ځانمرګى بريد شوى ، چې له كبله يې ۲۸ تنه وژل شوي او تر ۳۰ زيات ټپيان دي. د ځايي چارواكو د معلوماتو له مخې ځانمرګي بريدګر د بغداد په لويديځ كې د سني مسلمانانو په يوه جومات كې هغه مهال چاودنه ترسره كړې، چې خلك پر لمانځه ولاړ وو.
د عراق په مركز بغداد كې په يوه جومات كې ځانمرګى بريد شوى ، چې له كبله يې ۲۸ تنه وژل شوي او تر ۳۰ زيات ټپيان دي.
د ځايي چارواكو د معلوماتو له مخې ځانمرګي بريدګر د بغداد په لويديځ كې د سني مسلمانانو په يوه جومات كې هغه مهال چاودنه ترسره كړې، چې خلك پر لمانځه ولاړ وو.
امريكايي خبري اژانس اى پي د ځايي چارواكو له خولې ليكلي، چې په بريد كې د عراقي پارلمان يو غړى هم وژل شوى دى.
د يكشنبې د ورځې د دغه بريد پړه لا چا پر غاړه نه دى اخيستى.
برتانوي خبري اژانس رويټرز د ځايي ادارې د يوه وياند قتيبه الفلاحي له خولي ليكلي، چې ځانمرګى بريدګر د جومات منځ كې ځان الوځولى دى.
د يادونې وړ ده، چې تر دې په وړاندې اونۍ كې د عراق يو شمېر سيمو كې د بريدونو او چاودنو له كبله شاوخوا ۱۳ تنه وژل شوي وو.
عراق كې په دې وروستيو كې ورته پېښې ډېرې شوې دي، خو بيا هم د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ ميلادي كال څخه كمې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


