امريکايي چارواکو د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د بې پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې د القاعدې شبكې د يوه لوړپوړي چارواكي د وژل كېدو خبر وركړ.
امريکايي چارواکو د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د بې پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې د القاعدې شبكې د يوه لوړپوړي چارواكي د وژل كېدو خبر وركړ.
يوه امريكايي لوړ پوړي چارواكي چې نوم يې نه دى ذكر شوى رسنيو ته ويلي، چې د القاعدې عملياتي مشر عطيه عبدالرحمن د روانې ميلادي مياشتې په ۲۲ تاريخ د پاكستان په قبايلي سيمې وزيريستان كې وژل شوى دى.
د راپورونو له مخې عطيه عبدالرحمن په افغانستان او پاكستان كې امريكا ته د القاعدې ډلې د پنځو مطلوبو كسانو له ډلې دويم تن و.
د امريكايي خبري اژانس (اى پي) د راپور له مخې د اوباما د حكومت لوړ پوړي چارواكي كه څه هم د القاعدې د ليبيايي غړي د وژل كېدو په اړه ډېر معلومات نه دي وركړي، خو عطيه عبدالرحمن په هغه ورځ وژل شوى، چې په كومه ورځ په شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې د بريد خبر وركړل شوى و.
ويل کېږي، چې عطيه عبدالرحمن د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن له ډېرو نږدې ملګرو څخه يو و.
اسامه بن لادن د روان لمريز کال د غويي په ١٢مه د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د امريکايي ځانګړو ځواکونو له خوا ووژل شو.
شاوخوا دېرش كلن عطيه عبدالرحمن په ١٩٨٠ يمه لسيزه کې له اسامه بن لادن سره يو ځاى شوى و او په القاعدې ډلې كې د ده د شهرت ستر لامل په چاودېدونكو توكو كې د ده مهارت و.
د روانې ميلادي مياشتې اګست كې د امريکا د دفاع نوي وزير ليون پنيټا ويلي وو، چې د اسامه بن لادن له وژل كېدو وروسته يې په پاکستان او يمن کې د القاعدې د يو شمېر مهمو غړو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي، چې په له منځه وړو سره به يې د القاعدې شبكې ټول پلانونه له منځه لاړ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

