د خيبرپښتونخوا په چترال كې وسله والو مخالفينو د امنيتي ځواكونو پر امنيتي پوستو بريد كړى، چې په ترڅ كې يې ۲۵ سرتېري وژل شوي دي. يوه ځايي پوليس افسر، عالم پناه د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه تېره شپه د دروش په اروند سيمه كې رامنځته شوې ده. چې په ترڅ كې يې څلور پوليس، پنځه سرحدي پوليس او ۱۶ سكاوټس ملېشه پوليس وژل شوي دي.
د خيبرپښتونخوا په چترال كې وسله والو مخالفينو د امنيتي ځواكونو پر امنيتي پوستو بريد كړى، چې په ترڅ كې يې ۲۵ سرتېري وژل شوي دي.
يوه ځايي پوليس افسر، عالم پناه د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه تېره شپه د دروش په اروند سيمه كې رامنځته شوې ده. چې په ترڅ كې يې څلور پوليس، پنځه سرحدي پوليس او ۱۶ سكاوټس ملېشه پوليس وژل شوي دي.
د ده په وينا: په دغه بريد كې تر لسو زياتو وسله والو طالبانو د سرحدي پوليسو پر يوې پوستې بريد وكړ، چې وروسته يې ترمنځ نښته رامنځته شوه او په ترڅ كې يې د ۱۲ سرتېري ووژل شول.
نوموړي زياته كړې، چې په ځوابي بريد كې ۱۵ وسله وال مخالفين هم وژل شوي دي.
بلخوا د پاكستاني طالبانو د تحريك يوه وياند سراج الدين رسنيو سره په خبرو كې د بريد پړه پر غاړه اخيستې او زياته كړې يې ده، چې وسله والو طالبانو د سكاوټس ملېشو پر ۳ پوستو بريد كړى، چې په ترڅ كې يې ۱۷ سرتېري وژلي او ۷ نور يې ژوندي نيولي دي.
دا په چترال كې ورته دويم بريد و، خو تر دې وړاندې په سوات او نورو قبايلي سيمو كې پر امنيتي پوستو ورته ډېر بريدونه شوي دي، چې په ترڅ كې يې لسګونه سرتېري وژل شوي وو، خو چترال يوه باامنه سيمه بلل كېده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

