د ليبيا حكومت مخالفينو اعلان كړى، چې كه د معمر قذافي له نږدې ملګرو څخه چا هغه ونيوه او يا يې هم وواژه، نو دوى به ۱۷۰۰ زره ډالر انعام وركړي او وبه بښل شي.
د ليبيا حكومت مخالفينو اعلان كړى، چې كه د معمر قذافي له نږدې ملګرو څخه چا هغه ونيوه او يا يې هم وواژه، نو دوى به ۱۷۰۰ زره ډالر انعام وركړي او وبه بښل شي.
كه څه هم د معمر قذافي ځاى ځايګى لا چا ته نه دى معلوم، خو مخالفين ګومان كوي، چې په طرابلس يا ورڅېرمه سيمو كې به وي.
دغه اعلان د ليبيا د قومي عبوري شورا مشر مصطفى عبدالجليل پرون په بن غازي ښار كې وكړ.
د اعلان پرمهال نوموړي پر دې ټينګار وكړ، چې تر څو قذافي وژل شوى نه وي، تر هغې به له خپل مخالفت څخه لاس وانخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


