د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. په ميرعلي كې يوه لوړ پوړي دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى، د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې له ميرعلي څخه نږدې لس كيلومټره
د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
په ميرعلي كې يوه لوړ پوړي دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى، د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې له ميرعلي څخه نږدې لس كيلومټره لري شمال لوري ته په شين پونړ سيمه كې امريكايي بې پيلوټه الوتكى پر يوه موټر د مزايل بريد كړى، چې په ترڅ كې يې پكې سواره ۵ تنه وژل شوي دي.
د چارواكي د معلوماتو له مخې، په ياد بريد كې امريكايي بې پيلوټه الوتكې پر موټر څلور مزايل توغولي وو، چې له كبله يې د رامنځته شوې مرګ ژوبلې ترڅنګ موټر هم په پوره توګه ويجاړ شوى دى.
د ده په وينا: وژل شوي ټول د ځايي وسله والو طالبانو د يوه قومندان حافظ ګل بهادر د ډلې غړي دي.
ځايي خلكو ويلي، چې دغه موټر د دوشنبې په ماښام له ميرعلي څخه سپين وام كلي په لور روان و، چې په لاره كې د امريكا بې پيلوټه الوتكې په نښه كړ.
دوى زياته كړې، چې د بريد له كبله په موټر كې اور لګېدلى و او جسدونه هم ټول سوځېدلي وو.
د دوى په وينا: وروسته د ځايي طالبانو دوه موټر راغلل او دوى يې په سپينو ټوټو كې تاو كړ او نامعلوم لور ته يې ولېږدول.
د يادونې وړ ده، چې په دغې سيمې كې تر دې وړاندې هم څو ځله په ورته بريدونو كې ځايي او بهرني وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


