د پاكستان په قبايلي سيمې شاملي وزيرستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد له كبله لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. په بريد كې وژل شوي او ټپيان د ځايي طالب قومندان حافظ ګل بهادر ډلې كسان ښودل شوي دي، خو تر اوسه لا دا په ډاګه نه ده، چې په دغو كسانو كې به كوم مهم تن هم شامل وي كه نه.
د پاكستان په قبايلي سيمې شاملي وزيرستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد له كبله لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
په بريد كې وژل شوي او ټپيان د ځايي طالب قومندان حافظ ګل بهادر ډلې كسان ښودل شوي دي، خو تر اوسه لا دا په ډاګه نه ده، چې په دغو كسانو كې به كوم مهم تن هم شامل وي كه نه.
په ميرانشاه كې يوه دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې نن سهار د شمالي وزيرستان د مركز ميرانشاه ښار اړوند په درپه خيل سراى كې يوې امريكايي بې پيلوټه الوتكى يوه ودانۍ په نښه كړه.
نوموړي زياته كړې، چې بې پيلوټه الوتكې پر يادې ودانۍ دوه مزايل توغولي، چې په ترڅ كې يې د رامنځته شوې مرګ ژوبلې سربېره ودانۍ هم له منځه تللې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې دغه ودانۍ په ګڼ مېشتې سيمې كه ده، چې له همدې كبله يو شمېر نورو كورونو ته هم زيان اوښتى دى.
ځايي خلكو رسنيو ته ويلي، چې په كوم ځاى بريد شوى دا كور له ډېرې مودې څخه د ځايي طالبانو مركز و.
ويل كېږي وسله والو طالبانو له بريد وروسته خپل مړي او ټپيان خوندي ځاى ته لېږدولي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


