ads

ميرانشاه كې راكټي بريد ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د ازادى د جشن پرمهال نامعلومو وسله والو پر يوه پوځي مركز (سكاوټس)راكټي بريد كړى، چې په پايله كې يې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د ازادى د جشن پرمهال نامعلومو وسله والو پر يوه پوځي مركز (سكاوټس)راكټي […]

نویسنده: TKG
23 زمری 1390
ميرانشاه كې راكټي بريد ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د ازادى د جشن پرمهال نامعلومو وسله والو پر يوه پوځي مركز (سكاوټس)راكټي بريد كړى، چې په پايله كې يې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د ازادى د جشن پرمهال نامعلومو وسله والو پر يوه پوځي مركز (سكاوټس)راكټي بريد كړى، چې په پايله كې يې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

په ميرانشاه كې يوه لوړ پوړي پوځي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې د يكشنبې په سهار شاوخوا ۷ بجې نا معلومو وسله والو هغه مهال پر پوځي مركز راكټي بريد وكړ، چې سرتيري په ميدان كې د ازادۍ د جشن په پرېټ بوخت وو.

چارواكي زياته كړې، چې په دغه بريد كې څلور راكټه په ياد مركز توغول شوي دي، چې له كبله يې ۳ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.

د يادونې وړ ده، چې درې اونۍ وړاندې د شمالي وزيرستان جرګې د خيبرپښتونخوا والي مسعود كوثر ته ويلي وو، چې په شمالي وزيرستان كې د طالبانو هيڅ يوه ډله فعاليت نه لري او نه هم پر دولتي ځايونو د بريد كومه وېره شته دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA