ads

پېښور كې بمي چاودنې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د خيبر پښتونخوا په مركز پېښور كې د پوليسو يوه موټر ترڅنګ چاودنه رامنځته شوې، چې له كبله يې ۴ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي. د ځايي پوليسو يوه چارواكي چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه چاودنه د پېښور ښار لاهورۍ […]

نویسنده: TKG
20 زمری 1390
پېښور كې بمي چاودنې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د خيبر پښتونخوا په مركز پېښور كې د پوليسو يوه موټر ترڅنګ چاودنه رامنځته شوې، چې له كبله يې ۴ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي. د ځايي پوليسو يوه چارواكي چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه چاودنه د پېښور ښار لاهورۍ دروازې ته څېرمه په نشتر اباد سيمې كې رامنځته شوې ده.

د خيبر پښتونخوا په مركز پېښور كې د پوليسو يوه موټر ترڅنګ چاودنه رامنځته شوې، چې له كبله يې ۴ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.

د ځايي پوليسو يوه چارواكي چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه چاودنه د پېښور ښار لاهورۍ دروازې ته څېرمه په نشتر اباد سيمې كې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته كړې، چې چاودنه د ساعتي بم پرمټ رامنځته شوې ده او موخه يې د پوليسو د ګزمې موټر و.

نوموړي زياته كړې، چې دغه بم په يوه كراچۍ كې ځاى پرځاى شوى و، چې د چاودېدو له كبله يې پر مرګ ژوبلې سربېره ۳ موټر هم ويجاړ كړي دي.

د پېښور د پوليسو افسر اعجاز خان رسنيو ته ويلي، چې په دغه بم كې شاخوا ۱۰ كيلوګرامه چاودېدونكي توكي كارول شوي وو او د لاسته راغليو ثبوتونو له مخې دا په ډاګه شوې، چې د بريد نښه پوليس وو.

نوموړي زياته كړې، چې په دې وروستيو كې په پېښور كې امنيتي تدابير سخت شوي او دا په يوه يا نيمې مياشت كې لومړنۍ چاودنه وه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر اوسه يې د پېښې په تړاو څوك نه دي نيولي، خو په اړه يې هڅې روانې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA