د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د ځايي چارواكو په وينا، د امريكا د بې پيلوټه الوتكو بريد كې ۱۸ تنه وژل شوي او څو نور ټپيان دي. په شمالي وزيريستان كې يوه لوړ پوړي دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې د چهار شنبې په سهار مرانشاه ښار ته نږدې په ګوراقبرستان كې ۲ امريكايي بې پيلوټه الوتكو يو كور او يو موټر په نښه كړل.
د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د ځايي چارواكو په وينا، د امريكا د بې پيلوټه الوتكو بريد كې ۱۸ تنه وژل شوي او څو نور ټپيان دي.
په شمالي وزيريستان كې يوه لوړ پوړي دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې د چهار شنبې په سهار مرانشاه ښار ته نږدې په ګوراقبرستان كې ۲ امريكايي بې پيلوټه الوتكو يو كور او يو موټر په نښه كړل.
نوموړي زياته كړه، چې په لومړي بريد كې پر موټر دوه مزايل وتوغول شول او له هغې وروسته پر كور هم د دوو مزايلو بريد وشو.
چارواكي زياته كړې، چې په موټر كې ۵ او په كور كې ۱۳ وسله وال طالبان ووژل شول.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر اوسه دا معلومه نه ده، چې په وژل شويو كسانو كې به كوم مهم تن هم شامل وي كه، نه، خو وژل شوي ټول د جلال الدين حقاني د ډلې كسان دي.
د ځايي خلكو په وينا: طالبانو د وژل شويو كسانو جسدونه خوندي ځايونو ته لېږدولي دي.
د يادونې وړ ده، چې له يو څه مودې راهيسې په شمالي وزيرستان كې په ورته بريدونو كې يو څه كمښت راغلى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


