د خيبرپښتونخوا په مركز پېښور كې نامعلومو وسله والو افغانستان كې مېشتو امريكايي ځواكونو ته ۱۶ تېل لېږدونكي ټانكرونه سوځولي دي. امريكايي خبري اژانس اى پي د ځايي پوليس افسر شفيع الله خان له خولې ليكلي، چې دغه پېښه تېر ماښام د پېښور په څنډو كې د ټانكرونو په تمځاى كې رامنځته شوې ده.
د خيبرپښتونخوا په مركز پېښور كې نامعلومو وسله والو افغانستان كې مېشتو امريكايي ځواكونو ته ۱۶ تېل لېږدونكي ټانكرونه سوځولي دي.
امريكايي خبري اژانس اى پي د ځايي پوليس افسر شفيع الله خان له خولې ليكلي، چې دغه پېښه تېر ماښام د پېښور په څنډو كې د ټانكرونو په تمځاى كې رامنځته شوې ده.
د انګليسي اخبار ډان د معلوماتو له مخې د چاودنې پرمهال په دغه تمځاى كې ۲۸ ټانكرونه ولاړ وو، چې له كبله يې ۱۶ ټانكرونه په پوره ډول له منځه لاړل.
يوه بل پوليس افسر خورشېدخان فرانسوي خبري اژانس اى ايف پي ته ويلي: دوى په دې هڅه كې دي، چې پاتې ټانكرونه خوندي ځاى ته ولېږدوي، خو دا نشي ويلاى، چې دغه بم په تمځاى كې اېښودل شوى و، كه په ټانكر كې.
د پېښور د عملياتو مشر اعجاز خان په وينا: د او وژنې ادارې كاركوونكي هڅه كوي، چې اور قابو كړي، خو لا قابو شوى نه دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


