ads

چين: بريدګر په پاكستان كې روزنه ترلاسه كړې وه

چين ادعا وكړه، چې د همدې هېواد په لويديځ سنكيانګ كې پر ملكي خلكو بريدګر په پاكستان كې روزنه ترلاسه كړې وه. د چين دولتي خبري اژانس زنهوا د راپور له مخې دغه بريد، چې پاكستان سره د نښتي ايالت سنكيانګ په كاشغر ښار كې شوى په ترڅ كې يې ۶ تنه وژل شوي او […]

نویسنده: TKG
11 زمری 1390
چين: بريدګر په پاكستان كې روزنه ترلاسه كړې وه

چين ادعا وكړه، چې د همدې هېواد په لويديځ سنكيانګ كې پر ملكي خلكو بريدګر په پاكستان كې روزنه ترلاسه كړې وه. د چين دولتي خبري اژانس زنهوا د راپور له مخې دغه بريد، چې پاكستان سره د نښتي ايالت سنكيانګ په كاشغر ښار كې شوى په ترڅ كې يې ۶ تنه وژل شوي او د درېيو پوليسو په ګډون ۱۵ نور ټپيان شوي دي.

چين ادعا وكړه، چې د همدې هېواد په لويديځ سنكيانګ كې پر ملكي خلكو بريدګر په پاكستان كې روزنه ترلاسه كړې وه.

د چين دولتي خبري اژانس زنهوا د راپور له مخې دغه بريد، چې پاكستان سره د نښتي ايالت سنكيانګ په كاشغر ښار كې شوى په ترڅ كې يې ۶ تنه وژل شوي او د درېيو پوليسو په ګډون ۱۵ نور ټپيان شوي دي.

زنهوا زياته كړې، چې د پېښې پرمهال ځايي پوليسو پنځه شكمن بريدګر په ډزو وژلي دي.

كه څه هم د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت د چين د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي، خو له مطبوعاتي دفتر څخهيې په يوه خپور شوي خبرپاڼې كې زياته كړې يې ده، چې ترهګريز بريدونه ټول د غندنې وړ دي او دوى له چين څخه پوره ملاتړ كوي.

بلخوا له دغې خبرپاڼې له خپرېدا وروسته په اسلام اباد كې د پاكستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا ربانى كهر د يوه خبريال د پوښتنې په ځواب كې وويل، چې دا په دې اړه هيڅ معلومات نه لري.

بايد وويل شي، چې سنكيانګ د چين په لويديځ كې پرته هغه سيمه ده، چې په كې د له ډېرې مودې راهيسې د چينايي دولت او مېشتو مسلمانانو او اوغر قوم ترمنځ شخړه روانه روانه ده.

د دغې سيمې خلك د يوه جلا هېواد غوښتونكي دي، خو چينايي دولت يې تل د دغو هڅو د شنډولو كښښونه كړي، ان تر دې چې د دې سيمې يو شمېر سياسي مشران يې جلا وطنۍ او ځينې كورنۍ د خپلو كورونو پرېښدو ته اړ كړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA