ads

د نامعلومو وسله والو په ډزو كې ۱۱ تنه ووژل شول

پاكستاني رسنيو د بلوچستان ايالت په مركز ګوټې كې د نامعلومو وسله والو كسانو لخوا پر ملكي موټر د ډزو له كبله د ۱۱ تنو د وژل كېدو خبر وركړ. رسنيو زياته كړې، چې دغه پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه، چې د كوټې په سپين روډ سيمه كې پر دوو موټرسايكل څلور سپرو […]

نویسنده: TKG
8 زمری 1390
د نامعلومو وسله والو په ډزو كې ۱۱ تنه ووژل شول

پاكستاني رسنيو د بلوچستان ايالت په مركز ګوټې كې د نامعلومو وسله والو كسانو لخوا پر ملكي موټر د ډزو له كبله د ۱۱ تنو د وژل كېدو خبر وركړ. رسنيو زياته كړې، چې دغه پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه، چې د كوټې په سپين روډ سيمه كې پر دوو موټرسايكل څلور سپرو وسله والو پر يوه موټر ډزې وكړې، چې يه ترڅ كې يې ۱۱ تنه مړه او درې نور ټپيان شول.

پاكستاني رسنيو د بلوچستان ايالت په مركز ګوټې كې د نامعلومو وسله والو كسانو لخوا پر ملكي موټر د ډزو له كبله د ۱۱ تنو د وژل كېدو خبر وركړ.

رسنيو زياته كړې، چې دغه پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه، چې د كوټې په سپين روډ سيمه كې پر دوو موټرسايكل څلور سپرو وسله والو پر يوه موټر ډزې وكړې، چې يه ترڅ كې يې ۱۱ تنه مړه او درې نور ټپيان شول.

ځايي پوليسو هم د پېښې پخلى كړى او ويلي يې دي، چې پېښه كې زيانمن شويو كسانو له شيعه مذهب سره تړاو درلود، چې له هزاره ټاون سيمې څخه مري اباد ته پرلاره وو.

ويل كېيږي، چې له پېښې ورسته شيعه مذهبي او هزاره ګان بولان روغتون ته څېرمه راټول شول او په سيمه كې ولاړ دوه موټرو ته يې اور ورته كړ.

يادو كسانو دغه راز بروري سړك باندې ټايرونو ته اور ورته كړى او په سيمه كې د سپكو وسلو ډزې هم اورېدل كېږي.

د پېښې پرضد د هزاره ډيموكراتيك حزب د يكشنبې په ورځ لاريون اعلان كړى دى.

دغه پېښه په داسې حال كې رامنځه كېږي، چې تېره ورځ هم ايران ته تلونكو ۷ زيارت كوونكي په ډزو سره وژل شوي وو.

د دغې پېښې پړه د لشكر جهنګوي په نامه د يوه تنظيم وياند شيرعلي حيدري پرغاړه اخيستې وه.

له ننۍ پېښې ورسته په ډېر شمېر كې امنيتي ځواكونه سيمې ته ور روسېدل او پلټنې يې پيل كړې.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړندې هم په ورته بريدونو كې د شيعه مذهب لسګونه پيروان وژل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA