ads

د ملي پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته

د کندهار امنيتي چارواکو د کندهار ښار په لومړۍ امنيتي حوزه کې نن سهار د ملي پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې خبر وركړ. چارواكو زياته كړې، چې په دغې نښتې كې د يوه قوماندان په ګډون درې وسله وال طالبان او دل لومړۍ حوزې د امر په ګډون درې پوليس وژل شوي […]

نویسنده: The Killid Group
29 چنګاښ 1390

د کندهار امنيتي چارواکو د کندهار ښار په لومړۍ امنيتي حوزه کې نن سهار د ملي پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې خبر وركړ. چارواكو زياته كړې، چې په دغې نښتې كې د يوه قوماندان په ګډون درې وسله وال طالبان او دل لومړۍ حوزې د امر په ګډون درې پوليس وژل شوي دي.

د کندهار امنيتي چارواکو د کندهار ښار په لومړۍ امنيتي حوزه کې نن سهار د ملي پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې خبر وركړ.

چارواكو زياته كړې، چې په دغې نښتې كې د يوه قوماندان په ګډون درې وسله وال طالبان او دل لومړۍ حوزې د امر په ګډون درې پوليس وژل شوي دي.

دغه نښته تېره شپه د لسو بجو په شاوخو ا کې هغه مهال پيل او له لږ ځنډ وروسته پايته ورسېده، چې پوليسو پر يوه کور، چې وسله والو طالبانو په كې، وسلې او چاودېدونکي توکي ځاى پرځاى كړي چاپه واچوله.

په دې چاپه كې يو شمېر ماينونه او وسلې د پوليسو لاس ته ورغلې وې.

د کندهار د امنيت امر سمونوال شېرشاه يوسفزي د پېښې د پخلى ترڅنګ کليد وويل، چې نښته تېره شپه پيل او بېرته پاى ورسېده ،خو نن سهار اته بجې وسله والو طالبانو يو ځل بيا پر د لومړۍ حوزې پر پوليسو بريد وکړ.

هغه زياته کړه، چې په نښته کې د سپين طالب په نوم يو قوماندان او دوه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

که څه هم هغه پوليسو ته د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل، خو يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په رسنيو كې واخيستل شي، كليد ته وويل، چې په دې نښته کې د لومړۍ امنيتي حوزې امر هم وژل شوى دى.

بلخوا د كندهار ولايت له مقام څخه په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې په دغې نښتې كې درې پوليسو او درې ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبرپاڼې زياته كړې، چې دغه نښته نن سهار  وختي پيل او تر لسو بجو يې دوام درلود.

د سرچينې د معلوماتو له مخې يو شمېر وسله والو طالبانو له يوه ښوونځي څخه په ګټې پر لومړۍ امنيتي حوزې بريد وكړ، چې په ترڅ كې يې د همدې حوزې امر او دوه پوليس وژل شوي او درې ملكي وګړي ټپيان شوي دي.

خبرپاڼې زياته كړې، چې په دې نښتې كې د يوه سرګروپ په ګډون درې وسله وال طالبان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA