د خيبرپښتونخوا په بټګرام سيمه كې د يوې چاودنې له كبله لږ ترلږه د دوو پوليسو په ګډون پنځه تنه ووژل شول او نولس نور ټپيان شول. سيمه ييزو رسنيو د راپور له مخې دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې په سيمه كې د مسلم (ق) سياسي ډلې د غړي انجينير امير مقام، چې ولسي جرګې غړى هم دى د غونډې تيارى روان و.
د خيبرپښتونخوا په بټګرام سيمه كې د يوې چاودنې له كبله لږ ترلږه د دوو پوليسو په ګډون پنځه تنه ووژل شول او نولس نور ټپيان شول.
سيمه ييزو رسنيو د راپور له مخې دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې په سيمه كې د مسلم (ق) سياسي ډلې د غړي انجينير امير مقام، چې ولسي جرګې غړى هم دى د غونډې تيارى روان و.
يوه ځايي پوليس افسر چې نوم يې نه دى اخيستل شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې يوه ځانمرګي غوښتل په غونډه كې بريد ترسره كړي، خو كله چې ورته د پوليسو لخوا تر پېژندل كېدو وروسته د درېدو امر وركړل شو، هغه د نيول كېدو له وېرې ځانله په هماغه ځاى كې چاودنه وركړه.
د ده په وينا: په ووژل شويو كسانو كې د دوو پوليسو په ګډون يو ماشوم هم شامل دى.
د سيمه ييز روغتون يوه چارواكي محبوب الرحمان د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې په پېښه كې ۱۹ تنه ټپيان دي، چې د څو هغو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړيو په شمېر كې ډېروالى راشي.
دغه سيمه چې منسهرې ښار ته څېرمه پرته ده، دا لومړى ځل دى، چې په كې ورته بريد ترسره كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

