هندي رسنيو د دې هېواد په اترپرديش ايالت كې د اورګاډي او بس موټر د ټكر او له كبله يې د لسګونو تنو د وژل كېدو او ټپي كېدو خبر وركړ. ځايي چارواكو، چې نوم يې نه دى اخيستل شوى رسنيو ته ويلي، چې تر اوسه يې ديارلس جسدونه راويستي او د نورو د روايستو هڅې روانې دي.
هندي رسنيو د دې هېواد په اترپرديش ايالت كې د اورګاډي او بس موټر د ټكر او له كبله يې د لسګونو تنو د وژل كېدو او ټپي كېدو خبر وركړ.
ځايي چارواكو، چې نوم يې نه دى اخيستل شوى رسنيو ته ويلي، چې تر اوسه يې ديارلس جسدونه راويستي او د نورو د روايستو هڅې روانې دي.
دغه پېښه نن سهار له ډهلي څخه نږدې ۳۰۰ كليومتره لرې ختيځ لور ته پروت پټياله ښار ته څېرمه رامنځته شوې ده.
ويل كېږي، چې په بس كې نږدې ۷۰ تنه سپاره وو، چې په يوه واده كې له ګډون وروسته خپلو كورونو ته پرلاره وو.
په پېښه كې اورګاډي بس له ځانه سره څو سوه متره كش كړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


