ads

د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې د بريد له كبله لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي. ميرانشا كې يوه دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اوردو څانګې ته ويلي، چې له ميرعلي ښار […]

نویسنده: TKG
15 چنګاښ 1390

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې د بريد له كبله لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي. ميرانشا كې يوه دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اوردو څانګې ته ويلي، چې له ميرعلي ښار څخه نږدې دوه كيلومتره لرې

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې د بريد له كبله لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

ميرانشا كې يوه دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اوردو څانګې ته ويلي، چې له ميرعلي ښار څخه نږدې دوه كيلومتره لرې جنوب ته په همزونۍ سيمه كې يوې امريكايي بې پيلوټه الوتكې د رحمان داوړ پر كور بريد وكړ، چې په ترڅ كې يې ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

چارواكي زياته كړې، چې په دغه بريد كې پر كور ۴ مزايل توغول شوي، چې له كبله يې د كور درې خونې له منځه تللي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې دغه كور د ځايي قبايلي رحمان داوړ دى، خو له څه مودې راهيسې په كې د دولت وسله وال مخالفين مېشت وو.

د ده په وينا: په بريد كې وژل شوي كسان ځايي طالبان دي، چې د حافظ ګل بهادر له مخالفې وسله والې ډلې سره تړاو لري.

ياد دولتي چارواكي زياته كړې، چې په دغه بريد كې د رحمان داوړ يو خوريى هم وژل شوى دى.

د پاكستان په قبايلي سيمو په تېره وزيريستان كې د بې پيلوټه الوتكې اوس ورځنۍ چاره ګرځېدلې او د شمالي او جنوبي وزيرستان پر فضا دغه الوتكې څلرويشت ساعته الوت كوي.

ځايي خلكو رسنيو ته ويلي، چې په يوه وخت د دغې سيمې په فضا كې له ۴ نيولې ان تر شپږو الوتكو پورې الوت كوي، چې د غږ له امله يې دوى نور تر پوزې راغلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA