د سوډاني رسنيو د راپور له مخې په هغې بېړۍ كې، چې سعودي عربستان ته يې ناقانونه مسافر اورلګېدلى او له كبله يې نږدې ۲۰۰ تنه وژل شوي دي. د سوډان دولتي خبري اژانس ( د سوډاني رسنيو مركز) د راپور له مخې: په بېړۍ كې ۲۰۰ تنه سپاره وو، خو يوازې درې تنه يې ژوندي پاتې شوي او پاتې نور ټول وژل شوي دي.
د سوډاني رسنيو د راپور له مخې په هغې بېړۍ كې، چې سعودي عربستان ته يې ناقانونه مسافر اورلګېدلى او له كبله يې نږدې ۲۰۰ تنه وژل شوي دي.
د سوډان دولتي خبري اژانس ( د سوډاني رسنيو مركز) د راپور له مخې: په بېړۍ كې ۲۰۰ تنه سپاره وو، خو يوازې درې تنه يې ژوندي پاتې شوي او پاتې نور ټول وژل شوي دي.
ياد اژانس زياته كړې، چې په بېړۍ كې سپاره كسان د سوډان د ګاونډيو هېوادونو اوسېدونكي وو، خو تر اوسه دا لا معلومه نه ده، چې يادې بېړۍ له كوم هېواده خپل سفر پيل كړى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


