ads

د مخدره موادو پرضد د مبارزې ګډ نړيوال كنفرانس پيل شو

په تهران كې د ايران په كوربه توب له مخدره موادو او ترهګرۍ سره د مبارزې ګډ نړيوال كنفرانس نن پيل شو. د دغه  كنفرانس په پيل كې د ايران جمهور رئيس محمود احمدي نژاد په سيمه كې د مخدره موادو په مخنيوي او د ترورېزم په له منځه وړلو كې پر گډې مبارزې ټينگار […]

نویسنده: TKG
4 چنګاښ 1390
د مخدره موادو پرضد د مبارزې ګډ نړيوال كنفرانس پيل شو

په تهران كې د ايران په كوربه توب له مخدره موادو او ترهګرۍ سره د مبارزې ګډ نړيوال كنفرانس نن پيل شو. د دغه  كنفرانس په پيل كې د ايران جمهور رئيس محمود احمدي نژاد په سيمه كې د مخدره موادو په مخنيوي او د ترورېزم په له منځه وړلو كې پر گډې مبارزې ټينگار وكړ.

 

 

په تهران كې د ايران په كوربه توب له مخدره موادو او ترهګرۍ سره د مبارزې ګډ نړيوال كنفرانس نن پيل شو.

د دغه  كنفرانس په پيل كې د ايران جمهور رئيس محمود احمدي نژاد په سيمه كې د مخدره موادو په مخنيوي او د ترورېزم په له منځه وړلو كې پر گډې مبارزې ټينگار وكړ.

وروسته جمهور رييس كرزي په خپلو خبرو كې وويل، ترورېزم وړه ډله ده، چې د اسلام له نامه څخه ناوړه استفاده كوي، د نړۍ  يو زيات شمېر هېوادونه يې نا امنه كړي دي، په تېره افغانستان .

كرزي زياته كړه، چې په افغانستان كې دوى د ترورېزم پر ضد ټينگه مبارزه كوي، خو ترڅنګ يې د سولې په برخه كې هم هر ډول هلې ځلې كوي.

په دغه كنفرانس كې په جمهور رييس  کرزي او اصف علي زرداري سربېره د تاجکستان جمهور رييس امام رحمان او د عراق جمهور رئيس جلال طالباني هم ګډون لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA