ads

مومند ايجنسۍ كې لاسي بم بريد څلور تنه ووژل

د پاكستان په قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ كې د امن كمېټې د رضاكارو غړو پر كورونو ناپېژاندو وسله والو د لاسي بمونو بريد كړى، چې په ترڅ كې يې ۴ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. د پاكستان په قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ كې د امن كمېټې د رضاكارو غړو پر كورونو ناپېژاندو […]

نویسنده: TKG
30 غبرګولی 1390
مومند ايجنسۍ كې لاسي بم بريد څلور تنه ووژل

د پاكستان په قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ كې د امن كمېټې د رضاكارو غړو پر كورونو ناپېژاندو وسله والو د لاسي بمونو بريد كړى، چې په ترڅ كې يې ۴ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د پاكستان په قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ كې د امن كمېټې د رضاكارو غړو پر كورونو ناپېژاندو وسله والو د لاسي بمونو بريد كړى، چې په ترڅ كې يې ۴ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

په مومند ايجنسۍ كې يوه دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې بېګا شپه ناپېژاندو وسله والو په معسود زيارت سيمه كې د امن كمېټې د رضاكار ګلاب خان كور ته لاسي بمونه ورغورځولي دي، چې په ترڅ كې يې ۳ تنه وژل شوي دي.

نوموړي زياته كړې، چې په بريد كې خپله ګلاب خان، د هغه زلمى زوى او خوره يى وژل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې د وژل شويو كسانو كورنۍ هم ځوابي بريد كړى، خو بريدګرو ته د ور اوښتي زيان په اړه لا څه معلومات نشته.

ياد چارواكي زياته كړې، چې په همدې سيمه كې د امن كمېټې د يوه بل رضاكار غازي محمد كور ته هم ناپېژاندو وسله والو لاسي بمونه ورغورځولي، چې په ترڅ كې يې يو هلك وژل شوى او دوه نور ټپيان دي، چې غازي محمد په كې هم شامل دى.

ځايي خلكو رسنيو ته ويلي، چې له پېښې وروسته هيڅ يو دولتي كس د پېښې ځاى ته نه دي راغلي.

د يادونې وړ ده، چې په مومند ايجنسۍ كې په تېرو درېيو كلونو كې د سخت دريځو پروړاندې نا اعلان شوي عمليات روان دي او په بېلابېلو سيمو كې وسله والو مخالفينو سره د ټكر لپاره د امن كمېټې هم جوړې شوې دي.

د دولتي شمېرو له مخې تر اوسه په مومند ايجنسۍ كې د امن كمېټې نږدې ۱۴۰ رضاكاران وژل شوي دي.

تېره ورځ د مومند ايجنسۍ په خويزو سيمه كې امنيتي ځواكونو د وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات كړي وو، چې په كې تر ۲۵ زيات كسان وژل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA