ads

له سېلابه د زيانمنو شويو كسانو شمېره ۵۰۰ زره تنو ته ورسېده

د چين په ختيزو څنډو كې د سختو سېلابونو د راوتو له كبله د زيانمنو شويو كسانو شمېره تر ۵۰۰ زرو واوښته – تر دې وړاندې چارواكو ويل، چې له سېلابه د اغېزمن شويو كسانو شمېره ۳۰۰ زره ده. د چين په ختيزو څنډو كې د سختو سېلابونو د راوتو له كبله د زيانمنو شويو […]

نویسنده: TKG
30 غبرګولی 1390
له سېلابه د زيانمنو شويو كسانو شمېره ۵۰۰ زره تنو ته ورسېده

د چين په ختيزو څنډو كې د سختو سېلابونو د راوتو له كبله د زيانمنو شويو كسانو شمېره تر ۵۰۰ زرو واوښته – تر دې وړاندې چارواكو ويل، چې له سېلابه د اغېزمن شويو كسانو شمېره ۳۰۰ زره ده.

د چين په ختيزو څنډو كې د سختو سېلابونو د راوتو له كبله د زيانمنو شويو كسانو شمېره تر ۵۰۰ زرو واوښته – تر دې وړاندې چارواكو ويل، چې له سېلابه د اغېزمن شويو كسانو شمېره ۳۰۰ زره ده.

د چين دولتي خبري اژانس زنهوا د معلوماتو له مخې د زورورو باروانونو له كبله د ساحلي ولايت ژيجيانګ ډېره برخه له ابو لاندې شوې ده.

د دولتي اژانس په وينا: په سيمه كې اوس هم بارانونه ورېږي.

د سېلابونو له كبله تر زرو زيات كارونه په ټپه درېدلي او كروندې هم له منځه تللې دي.

دولت له سېلابونو څخه د خلكو د خونديتوب په موخه اوردو استولې ده.

چين كې له ۱۹۹۵ كال وروسته دا تر ټولو زورور سېلاب دى، خو ځيني كروندګر بيا وايي، چې په تېرو پنځو لسيزو كې داسې سېلاب نه وو راوتى.

چينايي حكومت په سيمه كې دغه راوتى سېلاب تر ټولو بدترين آفت بللى دى- تر دې وړاندې دغه سيمه له وچكالۍ سره مخ وه.

په سېلاب ځپلو سيموكې برېښنا پرې شوې او سړكونه هم خراب شوي، چې له كبله يې د مرستو لړۍ له خنډ سره مخ كړې ده.

چينايي چارواكو وېره څرګنده كړې، چې پر سېلاب سربېره به د وچكالۍ او غلې دانې د كمښت له كبله هم داخلي كډوالي ډېره شي.

د كارپوهانو په وينا: په چين كې د فصلونو د زيامنېدو له كبله ښايي په نړۍ كې د توكو پر بيو اغېز پرېوزي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA