د خيبر پښتونخوا ايالت په مركز پېښور ښار كې د شويو پرله پسې دوو چادونو له امله ٣۶ تنه وژل شوي او ١۱۸ نور ټپيان دي. د پېښور پوليس وايي، په سوپر مارکېټ کې د شويو چادونو په ترڅ کې د ښودل شوي ځاني زيان په خوا کې څو پلورنځي او موټر هم ويجاړ شوي دي.
د خيبر پښتونخوا ايالت په مركز پېښور ښار كې د شويو پرله پسې دوو چادونو له امله ٣۶ تنه وژل شوي او ١۱۸ نور ټپيان دي.
د رسنيو د راپور له مخې په ټپيانو کې د يوه لوړ پوړي افسر په شمول ۸ پوليس هم شامل دي او د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
د پېښور د پوليس يو افسر شفيع الله رسنيو ته ويلي، چې په دغو چاودنو كې د وژل شوي شمېره ۳۶ او د ټپيانو ۱۱۸ تنو ته ورسېده.
تر ده دمخه په پېښور كې د عملياتو افسر اعجاز خان رسنيو ته ويلي وو، چې لومړى چاودنه نيمه شپه د يوه ګاز ډبې پرمټ وشوه، خو كله چې سيمې ته پوليس او نور كسان مرستې ته ور ورسېدل بله ستره چاودنه وشوه او دا يو ځانمرګى بريد و، چې يوه موټر سايكل سپور ترسره كړ.
نوموړي زياته كړې، چې په دغو چاودنو كې تر ۱۳۰ زياتو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک د پېښور ښار په سوپر مارکېټ کې چادونې په سختو ټکو غندلي او له امنيتي ځواکونو يې غوښتنه کړې، چې د پېښې د رامنځته کوونکو د نيولو او پېژندلو پسې دې خپلې هڅې کړندى کړي.
تر اوسه د دې خونړۍ پېښې مسؤليت د پاکستاني طالبانو په ګډون د دولت کومې بلي مخالفي وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
بايد وويل شي، چې په خيبر پښتونخوا كې د اسامه بن لادن تر وژل كېدو وروسته په ورته بريدونو كې ډېروالى راغلى- څو ورځې مخكې د پېښور په متنو سيمه كې چاودنه شوې وه، چې له كبله يې څلور تنه مړه او درې نور ټپيان شوي وو.
د يوې سروې له مخې پاكستان كې له ۲۰۰۷ ميلادي كال راهيسې تر اوسه په ترهګريزو بريدونو كې تر ۴۵۰۰ زيات كسان وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

