د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې د هوايي بريد له كبله لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي او څو نور ټپيان دي. د ځايي چارواكو په وينا: دغه بريد نن د شمالي وزيريستان د دته خېلو په شوال سيمه كې شوى دى.
د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې د هوايي بريد له كبله لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي او څو نور ټپيان دي.
د ځايي چارواكو په وينا: دغه بريد نن د شمالي وزيريستان د دته خېلو په شوال سيمه كې شوى دى.
په ميرانشا كې يوه ځايي دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى اخيستل شوى رسنيو ته ويلي، چې له ميرانشاه څخه نږدې څلوېښت كيلومتره لرې لويديځ لوري ته د دته خېلو په زوۍ سيمه كې دوو امريكايي بې پيلوټه الوتكو د ترهګرو مركز په نښه كړى و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې پر يادې سيمې پنځه مزايل توغول شوي، چې له كبله يې هغه مركز په پوره ډول له منځه تللى.
د ياد چارواكي په وينا: دغه مركز د ځايي طالبانو و، خو ويل كېږي، چې يو شمېر پنجابي طالبان او بهرني ترهګر هم په كې وژل شوي دي.
په كوم ځاى چې دغه بريد شوى، دغه سيمه افغان پولې ته ډېره نږدې ده او دلته د جلغوزو يو ډېر غټ او پراخه ځنګل دى، چې تر دې وړاندې هم په كې ورته بريدونه شوي او په كې پر ځايي طالبانو سربېره بهرني ترهګر هم وژل شوي دي.
د پاكستان په قبايلي سيمو، په تېره شمالي وزيريستان كې د بې پيلوټه الوتكې بريدونو كې ناڅاپي ډېروالى راغلى او دا په تېرو پنځو ورځو كې دا پنځم بريد و، خو په شمالي وزيريستان كې دا لومړى بريد دى.
له دغې وړاندې څلورواړه بريدونه په جنوبي وزيريستان كې شوي، چې په كې د القاعدې د يوه مهم غړي الياس كشميري په شمول ۳۸ تنه وژل شوي دي.
بايد وويل شي، چې په شمالي او جنوبي وزيريستان دغه بريدونه په داسې حال كې زور اخلي، چې په پاكستان كې څو سياسي ډلو يې پر ضد غږ پورته كړى، خو بلخوا بيا امريكا پر پاكستاني حكومت فشار راوړي، چې په دغه سيمه كې د ترهګرو پروړاندې عمليات پيل كړي، خو پاكستانى حكومت لا دې كار ته نه دى تيار.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

