د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيريستان كې د امريکايي ځواکونو د درېيو بې پيلوټه الوتکو بريدونو له كبله لږ تر لږه ۱۸ تنه ووژل شول. درې واړه هوايي بريدونه د جنوبي وزيريستان په برمل سيمه كې شوي دي .
د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيريستان كې د امريکايي ځواکونو د درېيو بې پيلوټه الوتکو بريدونو له كبله لږ تر لږه ۱۸ تنه ووژل شول.
درې واړه هوايي بريدونه د جنوبي وزيريستان په برمل سيمه كې شوي دي .
وانا كې يوه دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى رسنيو ته ويلي، چې د يكشنبې په ورځ له واڼابازار څخه ۲۵ كيلومتره لرې لويديځ لوري ته د برمل په دانه سيمې كې امريكايي بې پيلوټه الوتكو دوه بېلابېل ځايونه په نښه كړل.
نوموړي زياته كړه، چې لومړى بريد ۳ بجې وشو، چې په كې يوې اسلامي مدرسې ته څېرمه پر درېيو خټينو كوټو ۲ مزايل ولګېدل، چې له كبله يې لس تنه مړه او دوه نور ټپيان شول.
د سرچينې په وينا: په بريد كې وژل شوي كسان پنجابي طالبان بلل كېږي، خو تراوسه يې په اړه كره معلومات نشته.
نوموړي زياته كړه، چې دويم بريد هم د دانه سيمې په شاه لم كې شاوخوا پنځه بجې شوى، چې په كې د امريكايي بې پيلوه الوتكې لخوا يو كور په نښه شوى و.
د ده د معلوماتو له مخې، په دغه بريد كې پنځه واړه وژل شوي كسان بهرنيان دي او د تركمنستان اوسېدونكي دي، خو په كې كوم مهم كس نه دى شامل.
ياد چارواكي زياته كړه، چې درېيم بريد هم د برمل په درې نشتر سيمه كې پر يوې دوه سيټه ډاټسونې شوى، چې له كبله يې موټر په مكمل ډول خراب شوى او درې تنه په كې وژل شوي دي.
تر اوسه دا لا په ډاګه نه ده، چې وژل شوي كسان د كومې وسله والې ډلې غړي دي.
بايد وويل شي، درېيم بريد چې په كوم ځاى شوى، دا سيمه د ا فغان پولې ته څېرمه پرته ده، چې په كې د قيمتي لرګيو سترځنګل دى او د شمالي وزيريستان شوال درې نشتر سيمې ته نږدې دى.
د يادونې ده، په دې سيمې دا دولسم بريد و، چې له كبله يې د وسله والو مخالفنو ترڅنګ ملكي وګړو ته هم زيان اوښتى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


