د خيبر پښتونخوا د مركز پېښور اړوند متنو سيمه كې د يوې بمي چاودنې له كبله لږ تر لږه ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د عبدالغفار په نامه يوه ځايي پوليس افسر رسنيو ته ويلي، چې دغه چاودنه له پېښور ښاره نږدې ۲۰ كيلومتره لرې جنوب لور ته د متنو بازار په وايګن اډې كې شوې ده.
د خيبر پښتونخوا د مركز پېښور اړوند متنو سيمه كې د يوې بمي چاودنې له كبله لږ تر لږه ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د عبدالغفار په نامه يوه ځايي پوليس افسر رسنيو ته ويلي، چې دغه چاودنه له پېښور ښاره نږدې ۲۰ كيلومتره لرې جنوب لور ته د متنو بازار په وايګن اډې كې شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه كې د يوه ماشوم او مېرمنې په شمول ۶ تنه وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
ياد پوليس افسر زياته كړې، چې مړي او ټپيان يې د متنو ملكي روغتون او پېښور ليډي ريډنګ روغتون ته وړي، چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د سرچينې په وينا: چاودنه په موټر كې د ځاى پرځاى شويو چاودېدونكو توكو پرمټ شوې، چې ورڅېرمه ولاړو موټرو ته يې هم زيان اوښتى دى.
د يادونې وړ ده، چې متنو يوه نيمه قبايلي سيمه ده، چې له پېښور څخه دره ادم خيل ته د لويې لارې په اوږدو كې پرته ده.
په دې سيمه كې تر دې وړاندې هم پاكستاني طالبانو امنيتي سرتيري او په سيمه كې د سولې كمېټې غړي په نښه كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

