ads

د نښته په ترڅ كې ۳۰ پاكستاني سرتيري ووژل شول

پاكستاني چارواكو د همدې هېواد د خيبرپښتونخوا ايالت په بر دير كې له وسله والو مخالفينو سره د نښتې په ترڅ كې د خپلو ۳۰ سرتېرو د وژل كېدو خبر وركړ. پاكستاني چارواكو د همدې هېواد د خيبرپښتونخوا ايالت په بر دير كې له وسله والو مخالفينو سره د نښتې په ترڅ كې د خپلو […]

نویسنده: TKG
12 غبرګولی 1390
د نښته په ترڅ كې ۳۰ پاكستاني سرتيري ووژل شول

پاكستاني چارواكو د همدې هېواد د خيبرپښتونخوا ايالت په بر دير كې له وسله والو مخالفينو سره د نښتې په ترڅ كې د خپلو ۳۰ سرتېرو د وژل كېدو خبر وركړ.

پاكستاني چارواكو د همدې هېواد د خيبرپښتونخوا ايالت په بر دير كې له وسله والو مخالفينو سره د نښتې په ترڅ كې د خپلو ۳۰ سرتېرو د وژل كېدو خبر وركړ.

د راپورونو له مخې پرون تر ۲۰۰ زياتو وسله والو له افغانستان دې سيمې ته تر راوښتو وروسته پر يوې پوستې بريد وكړ، چې له امله يې د وسله والو او پاكستاني سرتېرو ترمنځ نښته پيل شوه او تر ۲۴ ساعتونو يې دوام وكړ.

په سيمه كې يوه پاكستاني چارواكي غلام محمد خان رسنيو ته ويلي، چې له دې لرې پرتې سيمې سره هر راز اړيكې پرې دي، چې له امله يې د پېښې مكمل جزيات نه دي روښانه.

نوموړي زياته كړې، چې دا لا روښانه نه ده، چې دغه بريد د كومې وسله والې ډلې كسانو كړى.

بلخوا ژورنالستان بيا په دې اند دي، چې د سيمې ټولې وسله والې ډلې له يوه بل سره نږدې اړيكې لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA