د پاكستان د خيبر پښتونخوا په بر دير كې افغانستان پولې ته څېرمه د يوې نښتې په ترڅ كې ۷ امنيتي سرتيري ووژل شول. دولتي سرچينو تر اوسه د دې پېښې پخلى نه دى كړى.
د پاكستان د خيبر پښتونخوا په بر دير كې افغانستان پولې ته څېرمه د يوې نښتې په ترڅ كې ۷ امنيتي سرتيري ووژل شول.
دولتي سرچينو تر اوسه د دې پېښې پخلى نه دى كړى.
د ځايي پوليسو د معلوماتو له مخې دغه پېښه نن سهار شاوخوا درې بجې د بر دير په شفتالو سيمه كې هغه مهال رامنځته شوه، چې لسګونو وسله والو مخالفينو پر يوې پوستې وسله والو بريد وكړ.
په سيمه كې د براول په نامه پوليس تاڼې يوه افسر رحيم ګل رسنيو ته ويلي، دغه وسله وال، چې پوځي جامې يې پرتن وې د افغانستان له خاوې پاكستان ته راننوتل.
نوموړي په دغې نښتې كې د يوه پوليس سرتيري د وژل كېدو پخلى كړى، چې د هغه جسد براول تاڼې ته راوړل شوى دى.
بلخوا سيمه ييزو سرچينو ويلي، چې په دغې نښتې كې لږ تر لږه اوه امنيتي سرتيري وژل شوي دي.
د پوليس چارواكي په وينا: همدغو بريدګرو په ايلوكس سيمه كې يو دولتي ښوونځى هم سوځولى دى.
د يادونې وړ ده، چې شفتالو افغان پولې ته څېرمه يوه لرې او غره ييزه سيمه ده، چې دا مهال په كې د ځايي خلكو او دولت يوه ګډه پوسته هم شتون لري.
نږدې دوه مياشتې وړاندې كوز دير كې هم پر يوې پوستې بريد كړى و، چې په كې ۱۳ امنيتي سرتيري وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

