ads

نوې طرحه او قانوني کړکېچ

د كابل ښارهوا د ككړتيا د مخنیوي لپاره، يوه نوې طرحه جوړه شوه، چې له مخې به يې تریوې کچې د ښارد هوا د ككړتيا مخه ونيول شي. دا خبره د چاپیریال ساتنې ادارې د نړیوالو اړیکو مرستیال ډاکټر عباس بصیرله مرسل اوونيزې، سره  په یوه ځانګړې مرکه کې وکړه. د كابل ښارهوا د ككړتيا […]

نویسنده: The Killid Group
8 غبرګولی 1390
نوې طرحه او قانوني کړکېچ

د كابل ښارهوا د ككړتيا د مخنیوي لپاره، يوه نوې طرحه جوړه شوه، چې له مخې به يې تریوې کچې د ښارد هوا د ككړتيا مخه ونيول شي. دا خبره د چاپیریال ساتنې ادارې د نړیوالو اړیکو مرستیال ډاکټر عباس بصیرله مرسل اوونيزې، سره  په یوه ځانګړې مرکه کې وکړه.

د كابل ښارهوا د ككړتيا د مخنیوي لپاره، يوه نوې طرحه جوړه شوه، چې له مخې به يې تریوې کچې د ښارد هوا د ككړتيا مخه ونيول شي.

دا خبره د چاپیریال ساتنې ادارې د نړیوالو اړیکو مرستیال ډاکټر عباس بصیرله مرسل اوونيزې، سره  په یوه ځانګړې مرکه کې وکړه.

نوموړي وویل، چې په  نږدې وخت كې به د چاپيريال ساتنې د قانون له مخې د جرمانې د اخستنې طرحه له تصويب وروسته د پلي كېدو وړ وګرځي.

ډاكټربصيرزياته كړه:”د هوا د ككړتيا د مخنيوي كمسيون په عالي جلسه كېِ يې يوه نوې طرحه تصویب كړه، چې له مخې به يې د چاپيريال او هوا ككړونکي جریمه کېږي. د دې عمل د سرته رسولو لپاره، د نورو ادارو همكاري هم اړينه ده چې په لومړي ګام كې  د مالېې وزارت له لوري، د جريمې  تعرفې جوړې، ټولې مرحلې يې خلاصې او سرغړونكي به يې له مخې جريمه شي.”

ډاكټر بصير زياتوي، چې د چاپيريال ساتنې ادارې د هوا د ككړتيا د مخنيوي لپاره په جوړه شوې نوې طرحه كې، د سرغړونكو لپاره له۴۰۰ نه تر۵۰ ۲ زرو افغانيونغدي جريمه ټاكل شوې او د هوا  د ككړتيا له كوچنۍ سرچينې نيولې، ترلويو منابعو پورې چې له جوړې شوې طرحې څخه سرغړونه وكړي، د ښاروالۍ په همكارۍ به په نغدي جريمه محكوم شي.

نوموړى وايي :” كه څه هم په قانون كې د سرغړونكو لپاره له درېيو څخه تر څلورو مياشتو پورې بند هم شته، خو اوس مهال به يوازې نغده جريمه چې له ۴۰۰ سو افغانیوتر۲۵۰زرو افغانيو پورې به ترې اخستل كېږي. “

کارپوهان په دې اند دي، چې نوموړې طرحه باید له محکمې سره په ګډه جوړه شوې واى، تر څو جزا او بند د محکمې له لوري وټاکل شي.

د چاپيريال ساتنې كار پوه محمد كاظم همايون په دې اړه وايي:” كومه جريمه چې د چاپيريال ساتنې ادارې له لورې ټاكل شوې، له دې مخكې بايد نړيوالې تجربې  وارزول شي او هغه طرحې چې په نړيواله كچه په چاپيريال ساتنه كې ګټورې جوتې شوې، بايد ګټه ترې واخستل شي.”

د همايون په خبره، چې ياده طرحه باید له قضايه قوې سره په همغږۍ جوړه شوې واى: ”  ځكه چې د جزا قانون په  ۵۰۶ماده كې راغلي، هغه كسان چې په دا ډول جرمونو مرتكب كېږي، بايد له درېيو ورځو څخه تر پنځلسو ورځو پورې په بند محكوم او تر ۵۰۰ افغانیو پورې نغدي جریمه شي.”

د کاظم په وینا که چېرې، د جزا د قانون او د چاپیریال ساتنې دقانون تر منځ دا ډول توپیر موجود وي، نو باید څارنوالان ېي په اړه پلټنه وکړي.

مګر د چاپیریال ساتنې ادارې د نړیوالو اړیکو مرستيال ډاكټر بصیر، بیا له یاد قانون څخه بې خبري ښيي او وايي، چې د چاپیریال ساتنې په اړه زموږ قانون په وروستیو پنځو کلونو کې نوی جوړ شوی.

ډاكټربصيردا مني چې د سترې محکمې سره يې په دې اړه خبرې نه دې کړې، خو د ده په خبره چې د عدليې وزارت بیا  د دوى د طرحې په جوړولو کې د کمسیون یو غړی و.

يوشمېر كابل ښاريان د چاپېریال ساتنې د قوانینو له مخې، د جرمانې د ورکولودا طرحه ګټوره بولي، خو په اداره كې د فساد او بډې اخستنې له كبله ويره لري، چې په عملي كولو كې به يې د خلكو  ترمنځ د ميرې مور سلوك وشي.

د کابل ښار اوسېدونکی عبدالاحد وايي:” د چاپيريال ساتنې دا كار پر ځاى دى، مګر په پلې كولوكې يې يو لړ ستونزې شته، په هغو ورځو كې چې هيئت راځي، پيسې به وركول كېږي اوپه هوټلونو كې به مېلما نه كېږي.”

يو بل تن بشیرالرحمن هم په ورته نظردی او وايي: ” كه چېرې د دولت له لوري سمه څارنه وشي، رشوت وانخستل شي، نو ياد قانون پر ځای او دهوا د ككړ تيا مخنيوی كولای شي او بايد له دې څخه هم  لوړه جريمه وټاكل شي.”

خو ډاكټر عباس بصير وايي، چې دوى په دې اړه، يو لړ ځانګړي تدابير نيولي،چې څه ډول وتوانېږي په نوموړې برخه كې د فساد مخه ونيسي.

خو هغه په دې اړه زيات جزيات ورنه كړل، چې دوى څه ډول تدابير نيولي دي.

د چاپیریال ساتنې د ادارې په وینا، د یادی طرحې په پلي کولو کې به  د ماليې، کورنیو چارو، ټرانسپورټ، عامې روغتیا، عدليې، اطلاعات اوکلتور،بهرنیو چارو، کرنې او اوبولګولو، کانو اوصنایعو، اوبواو برېښنا وزارتونه  ورسره مرسته وکړي.

د ډاکټر بصیر په خبره د یادې طرحې په عملي کولو کې له موږسره تر نورو ادارو د کابل ښاروالي زیات مسؤلیت لري. موږ هڅه وكړه چې په دې هكله د ښاروالۍ نظر هم واخلو، خو بریالي نه شوو.

دچاپيريال ساتنې ادارې لخوا دا خبر په داسې حال کې ورکول کېږي، چې د وزيرانو شورا د پريكړې پراساس د پنجشنبې ورځ د ښار هوا د ككړتيا د مخنيوي لپاره رخصتي اعلان  شوې، خو يو شمېر ښاريان وايي، له دې هڅو سره سره بيا هم  په یاده برخه كې كوم مثبت بدلون نه دى راغلى او د چاپیریال ساتنې ادارې هم تردا مهاله  کومه پایله نه ده اعلان کړې.

ويل كيږي چې كابل ښار د نړۍ يو له هغولسو ښارونو څخه شمېر ل كېږي چې د چاپيريال د ككړتيا له كبله هركال ۳۰۰۰ كسان په كې خپل ژوند له لاسه وركوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA