ads

د الوتكې د راغورځېدو له امله ۱۰ تنه ووژل شول

د ډهلي اړوند په فريد اباد سيمه كې تېره شپه يوه الوتكه راپرېوتې، چې له كبله يې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي. دغې الوتكې د بهار له مركز پټنه څخه الوت كړى و، چې د ډهلي په شپاړس كيلو مترۍ كې د فريد اباد په يوې څنډې كې راپرېوته او له منځه […]

نویسنده: TKG
5 غبرګولی 1390
د الوتكې د راغورځېدو له امله ۱۰ تنه ووژل شول

د ډهلي اړوند په فريد اباد سيمه كې تېره شپه يوه الوتكه راپرېوتې، چې له كبله يې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي. دغې الوتكې د بهار له مركز پټنه څخه الوت كړى و، چې د ډهلي په شپاړس كيلو مترۍ كې د فريد اباد په يوې څنډې كې راپرېوته او له منځه لاړه.

د ډهلي اړوند په فريد اباد سيمه كې تېره شپه يوه الوتكه راپرېوتې، چې له كبله يې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.

دغې الوتكې د بهار له مركز پټنه څخه الوت كړى و، چې د ډهلي په شپاړس كيلو مترۍ كې د فريد اباد په يوې څنډې كې راپرېوته او له منځه لاړه.

ويل كېږي په دغې الوتكې كې يو ځوان د ډهلي اپولو روغتون ته لېږدول كېدو، چې په كې د الوتكې د عملې ترڅنګ ۷ تنه سپاره وو، پاتې درې تنه په ځمكه وژل شوي دي.

د فريداباد د پوليسو مشر پي كى اګروال د معلوماتو له مخې ټول جسدونه سخت سوځېدلي او دمګړۍ يې پېژندل ستونزمن كار دى.

تر اوسه د پېښې لامل نه دى روښانه، خو په همدې شپه په ډلي كې هوا خراب وه او توند باد چلېده.

د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې دغې الوتكې له ځمكې څخه نږدې ۸ زره فوټه لوړ الوت كاوه، چې ناببره له رادار څخه وركه شوه.

د يوه اينجن لرونكې پي سي۱۲ ماډل دغه الوتكه پر دوو كورونو راپرېوتې، چې له كبله يې درې تنه وژل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA