د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور ښار كې د پولیسو پر یوې تاڼې د ځانمرګي موټر بم برید شوى، چې له كبله يې ۵ پوليس وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان دي. دغه پېښه نن سهار د پيښور بوهنتون پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور ښار كې د پولیسو پر یوې تاڼې د ځانمرګي موټر بم برید شوى، چې له كبله يې ۵ پوليس وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان دي.
دغه پېښه نن سهار د پيښور بوهنتون پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
يو ځايي پوليس افسر شفيع الله رسنيو ته ويلي، چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې يو ځانمرګي بريدګر له چاودېدونكو توكو ټك موټر له يادې تاڼې سره وجنګاوه، چې له كبله يې د تاڼې دوه پوړيزه ودانۍ پرځمكه كېناسته.
نوموړي زياته كړې، چې تر اوسه يې ترې دوه پوليس سرتيري راوويستي او تر پنځو زيات په كې بند پاتې دي، چې د راويستو لپاره يې ګړندۍ هڅې روانې دي.
د ياد پوليس افسر د معلوماتو له مخې په دې تاڼې كې نږدې ۲۵ پوليس موجود وو.
د ده په وينا، په ټپيانو كې ۹ تنه يې پوليس سرتيري دي، چې د درېيو هغو روغتياي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
نوموړي دا ونه ويل، چې پاتې ټپيان څوك وو.
ياد پوليس افسر زياته كړې، چې دغه چاودنه د شاوخوا ۲۵۰ كيلو ګرامه چاودېدونكو توكو پرمټ شوې، چې له كبله يې د تاڼې د له منځه تلو سربېره د ورڅېرمه ودانيو ښيښې هم ماتې شوي دي.
سيمه دا مهال د پوليس او اردو لخوا كلابند شوې او چا ته هلته د تلو اجازه نه وركوي.
د يادونې وړ ده چې پر دې تاڼې مخكې هم راكټي بريد شوى و، چې ترې وروسته بيا پوليسو د تاڼې د ساتې په موخه څلورو لورو ته له خاورو څخه د ډګو بوجيو دېوال جوړ كړ او مخې ته يې د پيره دار خونه جوړه شوه، چې تل به په كې يو تن و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


