د پاكستان په قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ كې افغانستان كې مېشتو بهرنيو ځواكونو ته تېل لېږدونكو ټانكرونو كې تر چاودونو وروسته، چې په كې ۱۷ تنه ووژل شول، ځايي چارواكو د نامعلوم وخت لپاره د دغه ټانكرونو پر تګ راتګ بنديز ولګاوه.

يوه ځايي دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ښودل شوى، رسنيو ته ويلي، چې د شنبې په شپه د خيبر ايجنسۍ لنډي كوتل ښارګوټي ته څېرمه په دوو ټانكرونو كې اور ولګېد او له كبله يې چاودنه رامنځته شوه، چې په كې ۱۷ تنه مړه او څو تنه ټپيان شول.
ويل كېږي دغو كسانو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته، چې دوى له ټانكرونو څخه پر تېل وېستلو بوخت وو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې له دې پېښې وروسته ځايي دولتي چارواكو د احتمالي خطر د مخنيوي په پار افغانستان كې مېشتو بهرنيو ځواكونو ته پر تېل لېږدولو د نامعلوم وخت لپاره بنديز ولګاوه.
د ده په وينا: دا مهال له پېښور څخه تر تورخمه په هر ځاى كې تېل لېږدونكي ټانكرونه ولاړ دي.
ياد چارواكي زياته كړې، چې دغه ټانكرونو ته به د امنيتي چارو له ترسراوي وروسته اجازه وركړل شي.
ځايي خلكو رسنيو ته ويلي، چې په وژل شويو كسانو كې د يوې كورنۍ اته تنه شامل دي، چې په كې ماشومان هم دي.
د دوى په وينا: وژل شوي كسان ټول نږدې خپلوان وو او د پېښې ځاى ته څېرمه اوسېدل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ