ads

د خيبر پښتونخواه په دوو چاودنو کې ٨۰ تنه ووژل شول

د خيبر پښتونخوا ايالت په چارسدې کې د دوو چاودنو له كبله ۸۰ تنه مړه او لسګونه تنه ټپيان شول. دغه چاودنې پرون سهار د چارسدې په شبقدر بازار کې د ملېشې پوځي مرکز دروازې مخې ته رامنځته شوي، چې د چارواكو په وينا، يوه يې ځانمرګى بريد و او د بلې هغې نوعيت يې […]

نویسنده: TKG
24 غویی 1390
د خيبر پښتونخواه په دوو چاودنو کې ٨۰ تنه ووژل شول

د خيبر پښتونخوا ايالت په چارسدې کې د دوو چاودنو له كبله ۸۰ تنه مړه او لسګونه تنه ټپيان شول. دغه چاودنې پرون سهار د چارسدې په شبقدر بازار کې د ملېشې پوځي مرکز دروازې مخې ته رامنځته شوي، چې د چارواكو په وينا، يوه يې ځانمرګى بريد و او د بلې هغې نوعيت يې لا نه دى معلوم.

د خيبر پښتونخوا ايالت په چارسدې کې د دوو چاودنو له كبله ۸۰ تنه مړه او لسګونه تنه ټپيان شول.

دغه چاودنې پرون سهار د چارسدې په شبقدر بازار کې د ملېشې پوځي مرکز دروازې مخې ته رامنځته شوي، چې د چارواكو په وينا، يوه يې ځانمرګى بريد و او د بلې هغې نوعيت يې لا نه دى معلوم.

د چار سدې ځايي پوليس افسر نثار مروت رسنيو ته ويلي، چې دغه چاودنې پرون سهار شاوخوا شپږ بجې وشوې، چې په وينا يې لومړۍ چاودنه هغه مهال وشوه، چې فارغ شوي ملېشه پوليس  په رخصتيو خپلو كورونو ته د تګ تيارى كولو.

د ده د معلوماتو له مخې، يادو كسانو په موټر كې خپل توكي ځاى پرځاى كول، چې پر يوه موټرسايكل سپور ځانمرګي يې ترڅنګ ځانته چاودنه وركړه.

مروت زياته كړه، چې دويمه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې نور ملېشه پوليس پېښه كې له زيانمن شويو كسانو سره د مرستې لپاره راټول شول، خو د دې چاودنې نوعيت لا نه دى معلوم.

ويل كېږي، چې په مړو كې درې ملكي وګړي او پاتې نور ټول ملېشه پوليس دي.

د پېښې پړه په مومند ايجنسۍ كې د تحريک طالبان پاکستان د ډلې وياند سجاد مومند پرغاړه اخيستې او زياته كړې يې ده، چې دا د اسامه بن لادن د وژنې په بدل كې لومړى ګوزار و.

نوموړي زياته كړه، چې حكومت او امنيتي سرتيري د هېواد په ساتنې كې پاتې راغلي او په همدې پار يې په نښه كوي.

بايد وويل شي، چې د حكيم الله محسود تر مشرۍ لاندې پاكستاني طالبانو د پاکستان په ايبټ آباد ښار کې د اسامه بن لادن تر وژنې ورسته ګواښ کړى و، چې د اسامه د وژل کېدوغچ به اخلي او دوى خپل لومړى ګزار وكړ.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA